کابل ټکی کام ۲۱میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په کوه سین سیمه کې نن مازدیګر ۵بجې د بهرنیو ځواکونو یوه جنګي الوتکه د وسلوالو طالبانو لخوا په یوه برید کې را نسکوره کړی شوه.
ویل کیږي چې د الوتکې پیلوټ په پراشوټ په وسیله په نامالوم ځای کې را ښکته شوی، وسلوال طالبان وایې چې د پيلوټ د موندلو لپاره یې په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.
د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ د کوه سین ځايي خلک وايي چې یاده امریکايي الوتکه له ماښام را هیسې الوتنې کولې، چې د طالب وسلوالو له لورې را نسکوره کړی شوه، چې ټوټې یې دوی لیدلي دي.
د پکتیا ولایت امنیه قمندان پاسوال زلمي اوریاخیل پژواک خبري اژانس ته وویل چې کوم ځای کې چې امریکایي الوتکه را نسکوره شوې ده، نا امنه او غرنۍ سیمه ده، چې مالومات ترلاسه کول به یې یو څه وخت وغواړي.
د نورو مالوماتو لپاره د کابل ټکي کام سره اوسئ…
















