کابل ټکی کام ۲۲میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د روسیې سفیر په دې ټینګار وکړ چې مونږ د افغانستان سره د وسلوالو په وړاندې هر ډول ملګرتیا ته تیار یو.
تسنیم خبري اژانس د یوه خبر له مخې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او په کابل کې د روسیې سفیر مانتیتسکي له یو بل سره په کتنه کې د سیمه ییزو او امنیتي مسایلو په هکله خبرې وکړې.
اتمر وویل چې وسلوال هڅه کوي چې ناامني له افغانستان څخه نورو سیمو ته وغځوي.
ده په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان پوځي ځواکونه اوس د روسیې او د نورو هېوادونو مرستو ته اړ دي.
همدا شان په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي هم ټینګار وکړ چې ماسکو د افغانستان له پوځ سره د مرستې لپاره چمتو دی.
دی زیاتوي چې مونږ د افغانستان سره د وسلوالو پر ضد هر ډول مقاومت ته هر کله تیار یو او ملګرتیا یې کوو.