کابل: ماین چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۲) زرغون خوږیاڼی
څو شیبې وړاندې د کابل ښار په اتمه کې د ماین چاودنه شوې ده، د کورنیو چارو وزارت په وینا په چاودنه کې پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاندصدیق صدیقي ویلي، چې د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د یو مقناطیسي ماین په واسطه چاودنه رامنځته شوې چې په یو رینجر موټر کې ځای پر ځای شوی و.
دده په وینا په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی.
صدیقي ویلي، چې په پيښه کې دوه عام وګړي هم ټپيان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.



