هلمند کې طالبانو ۸ تنه دولتي کارکوونکي، چې ژور ټپونه یې درلودل؛ خوشي کړي

کابل ټکی کام ۲۳تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي کابل ټکي کام ته د ایمیل له لارې په یوه رالېږلي پیغام کې ویلي دي، چې د هلمند مرکز لښکرګاه د بشران سیمې په جګړه کې ۸ تنه نیول شوي دولتي کارکوونکو چې ژور ټپونه یې درلودل، خوشي کړي دي.
ښاغلي احمدي ویلي دي، چې نوموړي د هلمند د والي ملا عبدالمنان اخند د فرمان له مخې نوموړي د اسلامي ارشاداتو، حسنه اخلاقو او انساني کرامت له کبله د نړیوال سره صلیب ادارې ولایتي مسئولینو ته د تداوۍ لپاره سپارلي دي.
باید ووایو، طالبان چې کله دولتي کارکوونکي ونیسي، نو سمدلاسه یې کورنۍ ور غواړي او له کابل ادارې سره د بیا نه یو ځای کېدو په صورت کې ور سپاري.



