د تایلنډ پاچا له ۷۰کلنې پاچاهۍ وروسته مړ شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۳) زرغون خوږیاڼی
د تایلنډ پاچا پومیپون داني ادي په نړۍ کې يې تر ټولو ډيره پاچاهي وکړه تیره ورځ د ۷۰ کلنې پاچاهۍ وروسته په ۸۸کلن عمر مړ شو.
د تایلنډ د شاهي نظام پاچا د سریراج په روغتون کې بستر و، چې هره ورځ به دده په سلګونو پلویان له هغه روغتونه د باندې راټول شوي وو چې د ده درملنه په کې کېده او دده د صحت لپاره یې دعاوې کولې.
ویل کیږي چې تایلنډیانو داني ادي ته د یو روحاني کس او د یو والي سمبول په سترګه کتل.
د څو کودتاوو او شل اساسي قانونونو په اوږدو کې، ده ته خلکو د متحدوونکې څېرې په سترګه کتل.
نوموړی په ۱۹۴۶ م کال کې د خپل ورور له مړینې وروسته د پاچاهۍ واګي تر لاسه کړې.



