بندې طالب او بندې عسکر«رښتينې کيسه»

مبارز افغان کټوازی
په هلمند کې طالبانو یو تازه دمی زخمې عسکر نیولی و، سترګې یې ورتړلې وې، مرکز ته یی بوت سترګې تړلې او لاس تر شا تړلې عسکر یې بل طالب ته وسپاره چه تر څو یې تداوي کړي.
طالب هغه عسکر خاص ځای ته د تداوې لپاره یووړ.
کله چه یې سترګې ورخلاصې کړې څه ګورې چه زخمي عسکر خو هغه عسکر و چې همدا طالب چه څه وخت مخکې کابل کې بندی و په ریاست هفتاد کې سخت ځورولی و، طالب او عسکره سره وپیژندل.
د طالب سترګې اوښلني شوې او زخمي عسکر ته یی وویل، چې عسکر جانه په زړه دې دي ماته د په هفتاد ریاست کې چې بندي وم څومره سخته شکنجه راکوله ستاسو د شکنجو له لاسه زما ټول بدن لا تر اوسه د شکنجو شاهد دی؛ خو زه تاته چې زموژ بندي یې د تدواۍ بندوبست کوم او بیرته د کور د دروازې پورې دې په خیر رسوم ان شاءالله.
عسکر سخت خجل شو په ژړا شو او طالب ته یې وویل، چې طالب جانه که چیرته مې لاس تړلې نه وای همدا اوس مې له ډیره خجالته ځان وژنه کوله طالب جانه که ځمکه ځای راکړي هم به پرې ننوځم.
طالب جانه زه مې ګوډاګي مشرانو د وطن او ناموس ته خدمت په تش نامه غولولی وم او ته یې راته پنجابی معرفې کړی وې، کاش زه په حقیقت پوه وای طالب جانه ستا پښو ته پریوځم ما وبښه کاش مرګ راغلی وای او زه یې اخیستی وای ما خو تاسو غلامان بللۍ خو حقیقت داسې نه دی موژ غلامان نه بلکې تر کفارو هم سرسخته مخالفین وو.
طالب جانه ما وبښه!!!!
د طالب او عسکر دواړو په مخ د اوښکو سېلابونه روان وو داسې یې کلک په غیژ کې سره نیولې و لکه چا چې د سلو کلونو ورک خوژ ورور پیدا شوی وي.
عسکر یې تدواي کړ، له څه مودې بعد یې کورته پخیر ورساوه.
مور ته یې وسپاره.
د عسکر مور چې طالب ته له مننې کولو څه وویل زه یی دلته له ژړا نشم لیکلای……



ظبعا باید داسې وي ، ځکه طالب په ریښتیا د اسلام او هیواد لپاره مبارزه کوی او یو ریښتونی أفغان دی ، یو ریښتونی تل داسې ریښتو نتوب ترسره کوي مونږ ته داسلام تاریخ ځلانده او روښانه بیلګه او لار دی، طالب باید زړه سواندی، متحمل ، له ذاتي کسات څخه تیریدونکی او دحق په لار کلک ولاړ او وفادار وي ، الله تعلی دې هر أفغان ریښتونی طالب کړي ، طالب د دیني او مذهبي قشر سپیڅلې بیلګه دی،مونږ پرې ویاړو