دناټو مفتیانو ته!

جواد څارګر

حاجي لالا تازه ـ تازه له حجه راګرځېدلی و، کوم لُغت مُغت یې هم زده کړی و او په ناسته پاسته کې به یې له خورا تکلفه کار اخیست
بېچاره حاجي لالا پر دې نپوهېده چې کوم لُغت چېرې او په کومه جمله کې وکاروي، مازې لغت پرانۍ خوند ورکاوه. دیوه مُتوفي فاتحې ته تللی و، هلته یې دډله خلکو منځ کې لاس پورته کړی؛ مسلمانانو وروڼو ددې مردګاؤ په حق کې به په ګډه یو تبسم وکړو.
دحاجي لالا قیصه دکابل تر نوو ګریس بنده مفتیانو رایاده شوه؛ دطالبانو وروستیو ګړندیو حملو بېچاره ګان دومره سرسانده کړي چې دطالبانو دهر عمل د رد لپاره له بطن کبیر فتواوې شغوي او په خپل ناقص فکر ددین دتحریف کوښښونه کوي

جګړه قوي اداره، قوي عقیده او قوي منطق غواړي؛ که څوک جګړه کوي اداره، عقیده او منطق به یې قوي وي او په افواهاتو او واهیاتو به تکیا نکوي، نه به جګړه دبل په زور پر وړاندې وړي او نه به خپل ټوپک دبل پر اوږو اېږدي
کابل میشتي پراشوټي واکداران لګیا دي دبل په زور دجګړې پر مخ وړلو کوښښ کوي او دپیسو په زور یې خپل ټوپکان دبېچاره ولس پر اوږو ایښی.
که څه هم ددجالي رسنیو پر مټ پراشوټي چارواکي زیار کاږي، ترڅو په مخالف لوري خپل منطق بالا وښیي، مګر دمګړۍ ولس هم پوهېدلای چې دوی دحاجي لالا په څېر مُرده ته، مُردګاؤ وایي او ددعا په ځای تبسم ته لاس پورته کوي

دناټو مفتیانو! روانه جګړه کاملاً عقیدوي ده، طالب مجاهدین نه معاش لري نه دنیاوي مکافات، نه دکور مصارف څوک ورکوي نه یې دیتیمانو پالنې ته څوک ټټرونه ډبوي. که تاسې باوري یاست چې په عقیده جنګېږئ، په عسکرو مو دوې ـ درې میاشتې معاشونه بند کړئ بیا مو معسکرې وپلټئ چې عسکر ورپکې شته او که موږکان ورکې کرکټې کوي؟
په عسکري قطعاتو کې کم عمره هلکان، چرس او شراب او ترنګ درباب بند کړئ بیا که نارینه یاست له قطعاتو مو دعسکرو تېښته کابو کړئ.
بله واورئ. دکوم شرعي ضرورت له مخې او په کوم شرعي حجت مو دښځمنو اردو جوړه کړې؟
تاسې خبر نه یاست چې دارويا او امریکا په پوځ کې اویا سلنه ښځینه پوځیانې دنارینه پوځیانو لخوا دجنسي تجاوزاتو ښکار دي؟
ښه اګاه یاست مګر غواړئ په هر ډګر او هره اداره کې دجنسي غریزې د اشباع توکي ولرئ

دناټو مفتیانو! په اسلامي تاریخ کې داسې کوم عالم دمثال په توګه لرئ چې د اشغالګرو په اخوَر ورګډ شوی وي، او اوس یې موږ ـ تاسو درهباني عالم په صفت پېژنو؟
نورالدین زنګي ولې نیکنام دی؟ صلاح الدین ولې دمسلمانانو امام دی؟ برعکس دعباسي خلافت هغه نابغه شخصیتونه چې دکفارو ځیره خواره ول، ولې بدنام دي؟
اې دناټو مفتیانو! قسم دی تاریخ به مخونه درتور، نومونه مو بدنام او دغلامانو په کتار کې ثبت کړي او مسلمانه ټولنه به مو دنوم له اورېدو سره لعن او طعن درباندې وایي.
ممکنه ده یوه ډله خلک مو دبچه سقاؤ په څېر دلوړې غونډۍ پر سر دفن کړي، مګر بعیده نده چې یوه بله مسلمانه ډله مو هډوکي له قبرونو وکاږي او د آمو سیند څپو ته مو وسپاري

دناټو مفتیانو! که په خپل ځان ترحم نلرئ لطفاً په محکوم مسلمان ملت رحم وکړئ، د اسارت په ځنځېرونو یې مه تړئ دمحکومیت ځنځیرونه پرې مات کړئ.
دمګړۍ مسلمان ملت محکوم او کفر پرې حاکم دی، که تاسې دا جرأت نلرئ چې دکفر پر ضد غږ پورته کړئ، لطفاً هغه خولې مه بدناموئ او مه یې بندوئ چې دکفارو حاکمیت له منځه وړي او مسلمان ملت ته ددوی تللی برم بېرته اعاده کوي.
باور وکړئ مسلمان ملت له کفارو هومره ندي متضرره شوي لکه څومره چې دکفارو ځېره خورو مفتیانو او ګوډاګیانو متضرره کړي؛ لطفاً ځانونه له تاریخي شرم او عار څخه وساتئ او ددې محکوم ملت په ناخوالو زیاتولو کې دحاجي لالا له لُغت پرانۍ لاس پر سر شئ.

دتلپاته اسلامي خلافت دقیام او کفر دغوڅ شکست پر هیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button