زابل: نامعلومه وسلوالو د ملي تلويزيون خبريال یعقوب شرافت وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۶) الماس خدرخېل
په زابل ولايت کلات ښار کې د ملي راډيوتلويزون خبريال یعقوب شرافت تېره ورځ ماښام مهال د نامعلومه وسلوالو له لوري وژل شوی دی.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال رسنيو ته ويلي، چې پېښه د مرکز کلات اړوند رساله سيمه کې رامنځته شوې.
د رسنيو له قوله یعقوب شرافت لومړی په دې پېښه کې ټپي شوی او وروسته يې په روغتون کې د بختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
يعقوب شرافت په زابل کې د افغانستان ملي تلويزون او د زابل محلي تلويزون ته د خبريالۍ دنده ترسره کوله.
د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ او خونديتوب مختلفو ټولنو په يعقوب شرافت دغه بريد غندلی او له دولت نه يې غوښتي ترڅو د بريد کوونکو پلټنه وکړي او په پېښه کې ککړ کسان ونيسي.



