واشنګټن پوسټ: امريکايي ځواکونه افغانستان کې له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۶) الماس خدرخېل

په امريکا کې نشرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ خبر ورکړی، چې په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه له يوه نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې امریکايي ځواکونو د وسله والو طالبانو پر ځپلو ۸۰۰ ملیارده ډالره لګولي خو لا هم یاده ډله د افغان ځواکونو او امریکایانو پر وړاندې خنډ ده او هره ورځ مرګ ژوبله وراړوې.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونو بايد يو ښه مديريت کړی وی او افغانان يې له داسې يوې بې پايلې جګړې ژغورلی وی.

د راپور په يوه څنډه کې راغلي، چې په افغانستان کې د يادو لګښتونو په پرتله د امريکايي پوځيانو لاسته راوړنې کمې دي.

دوی وايي په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د فعاليت او موجوديت سره سره جګړه لا هم ګرمه ده او تر پخوا نوره هم زياته شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button