عراقي ځواکونو د موصل ښار د بيا نيولو ستر عملیات پیل کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۶) الماس خدرخېل
د عراق لومړي وزير حيدر العبادي په عراقيه تلويزون کې د وينا پر مهال وويل، چې د موصل د بيا نيولو عمليات يې په دغه ښار پيل کړي او ډېر زر به يې له اسلامي دولت ډلې ونيسي.
عراقي ځواکونو له دې وړاندې د دغه هېواد په رمادي، فلوجه او تکريت ښارونو عمليات وکړل چې ډېری سيمې يې له اسلامي دولت ډلې ونيولې.
نوموړی ښار په عراق کې د داعش تر کنټرول لاندې تر ټولو ستر ښار دی، چې په ۲۰۱۴ کال کې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.
د ځايي سرچينو له قوله د عراق په دغه ستر ښار کې د داعش اړوند ۴۰۰۰ زره جنګيالي حضور لري چې د عراقي ځواکونو پر خلاف جګړه مخته وړي.
چارواکي وايي، چې د موصل ښار د نيولو پر خلاف په سيمه کې دا تر ټولو ستر عمليات دي، چې په دې پوځي عملياتو کې د عراقي ځواکونو تر څنګ شيعه او کردي مليشې هم ونډه لري، ويل کېږي په دغه عملياتو کې د امريکامتحده ایالات او نړيوال هوايي ائيتلاف هم برخه لري.
شنونکي وايي په دغو عملياتو کې د شيعه مليشو ګډون شخړه ييز دی، ځکه چې موصل ښار په عراق کې د سنيانو مهم او بانفوسه ښار ګڼل کېږي، هرځل چې شيعه ګانو د سنيانو په سيمو کې عمليات کړي، ډېری وحشتونه او ظلمونه هم کوي.
بل پلو د عراق لومړي وزير حيدر العبادي ويلي، چې يواځې اردو او پوليس به ښار ته ننوځي او شيعه مليشو ته به اجازه ورنکړي.
په ورته وخت کې ملل متحد په موصل ښار کې د ميشتو ملکي کسانو په هکله اندېښنه ښودلې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستيال سټيفن اوبراين وايي: ((زه د موصل د ۱،۵ میلیونه اوسیدونکو د خوندیتوب په هکله ډیر اندیښمن یم، چې له داعش څخه د دغه د بیرته نیولو له پاره د پوځي عملیاتو له کبله ښایي اغیزمن شي))
دا په داسې حال کې ده، چې په عراق او سوريه کې د امريکا او روسيې په هوايي بريدونو او عملياتو کې په زرګونه ملکي کسان وژل شوي چې دا لړۍ لا هم روانه ده.



