له ملارسول او حکمتيار سره سوله به په هېواد کې روانه جګړه ودروي؟

حسرت ريښتون

شاوخوا يوه مياشت مخکې د حزب اسلامي او حکومت تر منځ په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني او حکمتيار له لوري د سولې تړون لاسليک شو.

د ياد تړون له مخې حزب اسلامي د ګډحکومت سره د جګړې پای ته رسول، اساسي قانون منل، له ټولو جهادي ډلو سره اړیکې پرې کول او يو شمېر نورې مادې وې چې ويې منلې.

په دغه غونډه کې اشرف غني وويل، چې طالبان اوس يواځې يوه ټاکنه لري، يا دې سوله وکړي او يا دې د جګړې لوری وټاکي. خو طالبانو د خپل چپ سياست له مخې د اشرف غني خبرو ته د تل په څېر کومه توجه ونکړه او نه ورته اشرف غني سولې ته د ژمن کس په توګه ښکاري.

تېره ورځ د مشرانو جرګې له حکومتي مسؤلينو وغوښتل، هغه وسلوال مخالفين چې سوله غواړي تفاهم ورسره وکړي.

د مشرانو جرګه په داسې حال کې د سولې خبره راپورته کوي، چې په رسنيو کې له وسلوالو طالبانو له يوې جلا شوې ډلې سره د سولې د پټو خبرو راپورونه ورکول کېږي.

د مشرانو جرګې مرستيال فرهاد سخي تېره ورځ عمومي غونډې ته د وينا پر مهال وويل: “موږ هم توجه لرو حکومت باید لاس په کار شي، لکه څنګه چې د حزب اسلامي له مشر حکمتیار سره یې د سولې تړون لاسلیک کړ د نورو وسله والو مخالفینو سره هم دغه ډول تړونونه لاسلیک شي، دغه ورانونکی جنګ باید پای ته ورسېږي.”

د مشرانو جرګې يو غړی سناتور جمعه دين ګيانوال وويل: “راپورونه موجود دي چې ملا عبدالمنان نیازی کابل ته راغلی دی او له هغه څخه ښه حفاظت کېږي، دغه کار د افغانستان د سولې لپاره یو نېک ګام دی او خدای دي وکړي چې دغه ډله له حکومت سره یوځای شي.”

د دغو سناتورانو له جملې څخه يې يو بل سناتور بيا وايي، چې د ملارسول د ډلې استازي راغلي او د ملانيازي په مشرۍ په کابل کې  مذاکرات جريان لري.

خو بل پلو د سولې عالي شورا او د ملارسول ډلې د دوی د مذاکراتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

خو خبره په دې کې ده، چې د ملا رسول او حکمتيار ډلې حکومت سره له سولې وروسته به دا جګړه ودرېږي او که نه؟

شنونکي په دې اند دي، چې په افغانستان کې د جګړې مهم طرف د طالبانو د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې کومه جګړه پرمخ وړل کېږي د سولې او جګړې مهم اړخ بلل کېږي، ځکه چې په افغانستان کې طالبان له نظامي پلوه ډېر پياوړي او په اوس وخت کې د افغانستان ډیری سيمې او ولسوالۍ د دوی په واک کې دي، چې جګړه يې د دوی له خوا رهبري کېږي.

د کارپوهانو په وينا، طالبان سوله مني خو تسلیمېدل نه مني، اشرف غني او اشغالګر سوله نه غواړي، دوی داسې سوله غواړي، چې هغه دتسلیمېدو په معنا ده، ځکه افغان حکومتي چارواکو هر وخت په خپلو خبرو کې ويلي، چې طالبان دې راشي اسلحه دې پرځمکه کښیږدي، اساسي قانون دې ومني او په انتخاباتو کې دې برخه واخلي.

خو بل پلو د طالبانو اساسي شرطونه دا دي، چې له افغانستان نه دې ټول بهرني پوځيان ووزي، د طالبانو اسيران دې له بنده ازاد کړی شي او اساسي قانون چې د شريعت خلاف دی پکې تغير راوړل شي. نو بيا به طالبان سولې ته تیار شي.

که څه هم د حکمتيار سره د تړون په وخت کې اشرف غني وويل “له دې وروسته زما او حکمتيار صاحب ګډه دنده دا ده، چې جګړه بايد ودريږي او افغانستان د بهرنيو له احتياج وباسو او په خپلو پښو يې ودرو، د جګړې اور د اوسني نوي او ځوان نسل له لوري نه دى بل شوى، بلکې پخوا پيل شوى او د جګړې پاى ته رسول ترټولو په لوى نسل پورې تړلى دى.

که څه هم حزبيانو کلونه وړاندې د افغانستان په مختلفو برخو کې د اربکي توب پروژې واخيستې، چې په ډېرې ځايونو کې د دوی د تباهۍ لامل وګرځېدې.

بل پلو همدا نن ورځ د ملي راډيو تلويزون راپور ورکړ، چې د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د حزب اسلامي يو تن قومندان جمع خان ايوب د ملي امنيت سره په ګډه د طالبانو خلاف عمليات پیل کړي او غواړي چې په سيمه کې د طالبانو خلاف جګړه پرمخ يوسي.

داسې معلومېږي، چې حزب اسلامي د افغان حکومت سره په ګډه د طالبانو خلاف په روانه جګړه کې د بيا ځل لپاره خپله زور ازمايي کوي، خو دېته بايد اولس خوشاله نه شي، چې حزب اسلامي سره سوله وشوه او جګړه به ختمه شي.

په ورته وخت کې افغان کارپوهان د افغان حکومت او وسله والو مخالفينو ډلو سره د سولې مذاکرات په هېواد کې د جګړې د ختمولو لپاره پر ځای ګام بولي، خو دوی وايي چې د سولې د نه کېدو اصلي عاملين امريکا او افغان حکومت دي.

چې یو شمېر سناتوران په هېواد کې د ناوړه امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

خو بلخوا، د دولت لوړپوړي چارواکي  په هیڅ صورت نه پرېږدي چې دا خوب په رښتیا بدل شي!!

ښه به داوي چې له دولت نه د طالبانو سره د سولې د شرطونو د نه پوره کېدو پوښتنه وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button