پکتیکا کې د ۱۱۷ میلیون افغانیو په ارزښت دوه پولونه او سرک جوړیږي

 ( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۶۹ زرغون خوږیاڼی

د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر په وینا، ددې ولایت د اورګون او ګیان ولسوالیو تر منځ لویه لار باندې د ۱۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه کیلو متره سرک او دوه پلونه جوړیږي.

د پکتیکا والي محمد الیاس د پروژې د پرانیستې په مهال وویل، چې د ګیان ولسوالۍ څخه تر اورګون ولسوالۍ پورې دوه نیم کیلو متره سرک به په اساسي توګه جوړ شي او هم به ددې سرک په اوږدو کې دوه پلونه په اساسي ډول ورغول شي.

د والي په وینا، یاد پلونه چې یو یې ۳۵ متره اوږد والی او دویم پول یې ۷۵ متره اوږدوالی لري په اساسي توګه رغول کیږي، چې ددواړو ولسوالیو اوسیدونکو تر منځ به د تګ راتګ لاره اسانه شي.

د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ په پکتیکا ولایت کې د ولسمشر اشرف غني په ملاتړ غونډه هم ترسره شوه، چې په کې د غونډې ګډون والو په پکتیا ولایت کې د اقتصادي چارو ستاینه وکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button