ننګرهار کې لس روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

ننګرهار کې لس روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل تکی کام (يکشنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۳ل)

‏د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ننګرهار ولایت په ۶ ولسوالیو کې د مور او ماشوم ساتنې ۱۰ روغتیایي مرکزونو د جوړولو خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي عبدالولي حقاني په ننګرهار ولایت کې د یادو روغتیايي مرکزونو جوړېدل خلکو ته د ښه ژوند او هوساینې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه او د مور او ماشوم د روغتیا ښه والي په موخه یو اغېزمن ګام وباله.
ښاغلي حقاني وویل:” دغه روغتیايي ځالې د ملګرو ملتونو وګړو صندوق (UNFPA) په مالي همکارۍ د دې ولایت د لسو ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې جوړې شوي، چې په هرې یوې یې نږدې (۴۶۰۰۰ )زره امریکایي ډالر لګښت راغلی”.

مربوطه مطالب

Back to top button