شیطاني راډیوګانې

فاتح کاروان
پدې خو ټول لوستونکي خبر دي چې ډیموکراسۍ له برکته یو زیات شمېر رسنیو هم په هېواد کې خپل فعالیت پېل کړ، چې د بیلا بېلو ارګانونو لخوا یې مالي او تخنیکي مرسته کېږي.
دغه رسنۍ چې په سر کې یې راډیوګانې ځای لري د فکر یرغل مؤثرې وسېلې دي، د تلویزیوني سریالونو ګرم بازار پخپل ځای؛ خو راډیو ګانې هم له چا کمې نه دي، د حیرانتیا ځای خو دا دی چې ټولې په یو مخ د ساز او سرود خپرونې کوي یعنې دوی پوهیږي چې ساز او سندرې خلک بې غیرته کوي او چې کله غیرت نه وي بیا حیا نه وي او چې چېرته دا دواړه نه وي هلته بیا سیکولرزم او بې دیني ښه وده کولای شي!
په ننګرهار ډېرې فعالې: د آرمان اف ام، شرق، کلید، ننګرهار ملي راډیو، همېشه بهار اف ام او… په څېر ګڼ تعداد کې راډیو ګانې دا وخت د امریکایي انجیوګانو په مالي مرسته شپه ورځ د ډمتوب نشرات کوي او لایف یا ژوندۍ خپرونې خو یې دومره د بې حیایۍ نه ډکې دي چې د اسلامیت او افغانیت د احترام په نوم هیڅ کوم څه نه پیژني.
که له یوې خوا یې د ساز او سرود خپرونو ته زور ورکړی له بلې خوا یې د امریکایانو او ناټو ځواکونو د هیلو سره سم د خلکو پام له دې خبرې اړولې، چې افغانستان یو اشغال شوی هېواد دی. مونږ مسلمانان یو، مونږ مسؤلیت لرو او هر افغان باید د خپل هېواد د آزادۍ لپاره مبارزه وکړي، په دغو راډیو ګانو کې چې کوم كسان کار کوي د لویدلو اخلاقو، بې غیرتۍ او غلامۍ پرې ختمه ده.
عجیبه خو داده چې نه جمعه پیژني، نه سهار، نه روژه او نه محرم، بس ټوله شپه ورځ به سندرې نشروي، د پښتنو؟ لوڼې به راډیو ته زنګ ووهي نطاق به ورسره ښه ګپ شپ ولګوي: ښا خورې دا وخت څه کې مصروفه یې؟ د څه شي سره مینه لرې؟ مونږ او اوریدونکو ته به څه ډالۍ لرې؟!! هغې باندې هم شیطاني پیریان کیني په کټ کټ به وخاندي او یو څو ټپې به ډالئ کړي په اخر کې به ښه مسته سندره وغواړي!! ته به فکر نه کوې چې دا دی افغانستان وي، دا دې د پښتنو لورګانې وي خو دا یو حقیقت دی چې اثرات به یې ډیر بد وي.
یو حدیث شریف کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: إذا فاتک الحیاء فافعل ما شئت. ژباړه: کله چې حیا درڅخه ولاړه بیا نو څه چې دی خوښه وي کوه یې.
اوس نو که ووایو چې ځه راډیو ګانو والا خو د P R T لخوا استخدام شوي غلامان دي، ښه نو هغه انجونې چې دغه راډیوګانو ته زنګونه وهي او د ټپو او شعرونو په ډالۍ کولو سره د حیا او غیرت پولي نړوي د سندرو په غوښتلو سره د خپلو شیطاني هوسونو څرګندونه کوي دا څوک دي؟ دا د چا خویندې او لوڼي دي؟؟ دوی ولې حیا او غیرت نه پیژني!؟.
زمونږ ځوانان او پیغلې تر ډیره حده همدغه شیطاني رسنیو چې ما یواځې د څو راډیوګانو نومونه یاد کړل، له کار او تعلیم نه ویستلي دي، بې غیرته نطاقان د پردیو انجونو سره ټیلیفوني اړیکي ساتي او پدې ډول د مختلط ژوند لپاره زمینه سازي کوي.
که د دغه فاسدو رسنیو د فاسدو نشراتو مخه پر وخت ډب نشي خدای جل جلاله مه کړه ډیر افغانان به د دوی د نشراتو په سبب د خپل دین نه نا خبره په شیطاني لارو سر شي، غرب همدا غواړي چې د ښځو د حقوقو په نوم ښځې د حیا نه خلاصې کړي او ځوانان په غلطو لارو سر کړي.
پدې ډول به د خلکو له اذهانو د آزادۍ، خپلواکۍ، اسلامي نظام او شریعت فکرونه وباسي او پرځای به یې اذهان د شیطاني افکارو او اعمالو ځالې شي، د دغه کار دنده یې همدې رسنیو ته سپارلې ده.
د ګران هېواد د آزادۍ او اسلامي د حاکمیت په هیله