د ښایسته نومونو اثر ( لومړی برخه )

ژباړه : همایون عیسی خیل
نوم هم د یو انسان شان او شخصیت په ډاګه کوي او طبعا نوم لره هم زیات تاثیر وي ،که تاسې ته یو کمکۍ خوږ او ښایته هلک په نظر راشي نو بې اختیاره مینه کول مو ورسره زړه غواړي ، مګر که ترېنه د نوم وپوښتئ او هغه درته یو بې معنی او بېګانه نوم واخلي نو قدرتي مو په طبیعت دروند والی راشي او زړه مو غواړي کاشکې د ده نوم هم د ده په خېل ( پشان) ښایسته او خوږ وی ، په اصل کې د الفاظو سمون او مفهوم په ذهن ، فکر ، احساساتو او جذباتو باندې ژور اثر غورځوي ،که مو فکر کړی وي کله چې یو انسان ته غلط یا بدل نوم واخلی بیا وګورئ چې د ده څومره خوا بدیږي او څومره په غصه کیږي ، او که چاته په ښکلي نوم سره غږ وکړی بیا اوګورئ چې څومره پرې خوشحالیږي ، څرنګه مینه درسره کوي او مننه درنه کوي ، کله چې څوک خپل ښایسته نوم واوري نو دی دا محسوسوي چې غږ کونکي زما عزت وکړ او که خراب نوم څوک د چا له خولې واوري نو دی دا محسوسوي چې غږ کونکي زما توهین وکړ او خوا یې ترې بده شي ، دا ټول له دې امله کیږي چې د نوم معنی او مفهوم په انسان اثر غورځوي.
فطرتا د مور او پلار دا آرزو وي چې خلک دې د ده ځوی ته ښه نوم واخلي ، چې له امله یې ځوی خوشحاله شي او غږ کونکي ته د ده ښه احساسات راپورته شي ، مګر دا ټول هلته کیږي چې تاسې خپلو خوږو ځامنو ته ښه نومونه انتخاب کړي وي ، ستاسو ښکلو ځامنو پر تاسې دا حق دی چې تاسې دوی ته ښایسته او سپیڅلي نومونه غوره کړئ .
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته لارښونه کړې چې ښکلي او سپیڅلي نومونه کیږدئ ، صحابه و او صحابیاتو رضوان الله علیهم اجمعین به د نوم کېښودلو لپاره له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه کوله نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به ورته ډېر سپیڅلی او با مقصده نوم غوره کاو، رسول الله صلی الله علیه وسلم به که له چا څخه د نوم پوښتنه وکړه که هغه به ورته خپل بې معنی او ناخوښه نوم واخیست نو رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې به بوج شو او خپل کار به یې ورته نه سپاره(په کار پسې به یې نه لېږه) او که هغه به ورته ښه نوم واخیست نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښ شو ، د مبارک نوم نه به مبارک صلی الله علیه وسلم ته سکون حاصل شو ، او د خیر او برکت دعا به یې ورته وکړه او خپل کار به یې ورته وسپاره ، او که څوک به یې یو ځای ته د مسئول په حیث لیږه نو ده به ترېنه د نوم پوښتنه کوله ، که هغه به ورته ښایسته نوم واخیست نو رسول الله صلی الله به خوښ شو او د خوښۍ اثر به یې پر مبارک مخ ښکاره شو ، کله به چې کوم ښار یا کلي ته داخلیدو نو لومړی به یې د کلي نوم وپوښته ، که نوم به یې خوښ شو نو خوشحاله به شو ، او که هڅې بې معنی نوم به ؤ نو بدل به یې کړ ، بد نوم به رسول الله صلی الله علیه وسلم د هیڅ شي لپاره نه خوښو ، که هغه به ځمکه وه ، صحرا، کوم کلی او که انسان به و ، یوې ځمکې ته به خلکو شاړه ځمکه ویله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې نوم خضرة ( شنه زرغونه) نوم کیښود ،
همدا ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډیرو سړیو او ښځو نومونه بدل کړي دي ، او کوم سړي به چې پخپل پخواني نوم باندې ټینګار کاو نو هغه به د خپل بد نوم اثرات پخپل ژوندانه محسوسول او د هغه په نسل کې به هم د نوم بد اثرات پاتې کیدل .



