جرمني: په وسلواله نښته کې ۴ پوليس ټپيان شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۸) الماس خدرخېل

د جرمني د بايرن ایالت کې پوليسو سره وسلواله نښته شوې چې له امله يې ۴ تنه پوليس سخت ټپیان شوي دي.

د بایرن چارواکو ويلي، هغه مهال بريد ترسره شو، چې پولیس يو کور ته د وسلو د پلټنو په موخه دننه شوي وه.

سيمه ييز پوليس وايي، چې د ناقانونه وسلو د ضبطولو په موخه سيمې ته ورغلي و، چې بريد پرې ترسره شو او څلور تنه پکې ټپيان شوي دي.

ټپي شوي پوليس د تداوۍ په موخه روغتون ته وړل شوي، خو ډاکټران وايي چې ټپونه يې سخت دي او حالت يې نازک دی.

بريدګر د پوليسو سره تر نښتې وروسته په ټپي حالت کې د پوليسو له خوا نيول شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button