(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۸) زرغون خوږیاڼی
د ملګرو ملتونو غړي لادسوس د سوله ساتو عملیاتو په نامه د امنیت له شورا غوښتي چې جنوبي سوډان ته د وسلو په لیږلو باندې بندیز ولګوي، تر څو د ژمي په رارسیدو سره په دغه هیواد کې د جګړو د زیاتوالي مخنیوی وشي.
لادسوس د سې شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، ده په دې اړه د امنیت شورا ته خپل غږ پورته کړی او د دوشنبې په ورځ يې غونډه تړلې وه.
لادسوس وویل: “زما په اند، باید د وسلو بندیز اوس وضع شي، ځکه چې مونږ لا په دې اړه ډير ناوخته کړی دی.”
ده زياته کړه، وايي: ” باراني موسم په بشپړیدو دی، او دا د کال هغه برخه ده په کوم کې چې زیات وخت نظامي عمليات بيا پيل کیږي.”
لادسوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته ډاډ ورکړ چې یوځې د سیاسي حل لارې پاتې دي او دا یو غوره انتخاب دی.
هغه وویل، چې د مارچ په میاشت کې د مره په غرونو کې د یاغیانو او حکمتي عسکرو تر منځ نښتو په نتیجه کې ۱۳۸۰۰۰ تنه عام وګړي له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په پام کې لري په سویلي سوډان کې د راتلونکي لپاره ګامونه ونیول شي، وروسته لادسوس د ملګرو ملتونو له هغه پلان سره محدود غبرګون وښود، چې له مخې به یې جوبا سیمې ته د څلور زره تنو يو سيمه اييز ځواک واستوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اګست میاشت کې جوبا ته د ځواکونو د لیږلو رايه ورکړه، او خبرداری ورکړی چې په هغه صورت کې که حکومت د پلان سره مخالفت وښود، د وسلو له بندیز سره به مخامخ شي.
په تیره جولای میاشت کې له سختې جګړې وروسته د پخواني ولسمشر د مرستیال او د یاغیانو مشر ریاک تر منځ د جنوبي سوډان په جوبا کې د سولې لږ څه هيله شته دی.
















