(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۸) عزیراسدخیل
امنیتې سرچینې وایي چې د عراقي پوځ ځواکونه مجبور شول چې د قرقوش ښار د جنوب لویدیځ له اطرافو نه چې د موصل په ختیځ کی موقعیت لري شاتګ وکړي، عراقي ځواکونو وروسته له هغي شاتګ وکړ چې د داعش تنظیم د نښه ویشتونکو عملیاتو ښکار وګرځیدل.
د داعش اړوند د اُعماق خبري آژانس اعلان وکړ، چې د دغه تنظیم سرتیرو د موصل په جنوب ختیځ کې د الکویر ښار ته مخامخ د ابراهیم الخلیل قریه نیولې ده.
د الجزیرة خبریال (ناصر شدید) د موصل په ختیځ کې د الخازر له قریې څخه وایي، چې د عراقي پوځ د نهمی فرقي اړوند ۳۵مې لواء د قرقوش له ښار نه د دې ښار د جنوب لویدیځ اطرافو ته وروسته له هغې شاتګ کړی چې دوی د داعش تنظیم د قناص(دراسکوپ) له بریدونو سره مخ شول. د عراق امنیتي سرچیني وایي، چې د قرقوش ښار اوس هم د عراقي پوځ لخوا کلابند دی او ډیر زر به یې په نږدې وخت کې بیرته لاسته راوړی.
په مقابل کې د داعش تنظیم اړوند د أعماق خبري آژانس ويلي دي، چي د دې تنظیم سرتیرو د موصل جنوب ختیځ ته د ابراهیم الخلیل قریه وروسته له هغې ونیوله چې د پیشمرګه او شیعه ملیشو له دغه ځایه تیښته وکړه.
دا پرمختګونه وروسته له هغې رامینځته شول چې عراقي ځواکونو یو شمیر نورې سیمې، چې د داعشي دولت په لاس کې وي او د موصل ښار په جنوب ختیځ او جنوب کې پرتې وې بیرته ونیولې.
په مقابل کې د عراق د امنیتي ځواکونو یو شمیر کسان هغه مهال ووژل شول، چې د هغوی پر وړو موټرو د داعش تنظیم بریدونه وکړل، له دې سره په څنګ کې د ائتلاف اړوند الوتکو د عراقي ځمکنیو ځواکونو په ملاتړ د داعش د تنظیم سیمې د موصل په مرکز کې تر سختې بمبارۍ لاندې نیولي دي.
د عراق امنیتي سرچیني زیاتوي، چې د الاتحادیة د پولیسو ځواکونو وکولای شول چې په دوه قریو هره یوه: البجوانیة السفلی او تل السمن چې د موصل جنوب خواته موقعیت لري بیرته ونیسي، د عراقي پوځ نهمی فرقي د الکویر په محور د النمرود خواته چې د موصل جنوب ختیځ کی پروت دی پرمختګ پیل کړی دی. دا په داسې وخت کې چې په مستقیم ډول د الاتحادیة د پولیسو ځواکونو د موصل جنوب ته د المشراق سیمه کې د تلول ناص سیمې خواته پرمختګ پیل کړی دی.
د الجزیرة خبریال ناصر شدید وایي، چې د سهار راهیسې په سهل نینوی سیمی باندی د نړیوال ائتلاف الوتکو د بمبار په ملتیا د الحمدانیة د څلور لارې په چوک باندې د توپونو ډزې هم شوي دي.
د دې تر څنګ د پیشمرګه ځواکونو اعلان کړی دی، چی د الخازر سیمې له خوانه یې د الموصل ښار په ختیڅ کې نهه کلي تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
د همدې ځواکونو یوه سرچینه د بدن کلي له داخل نه د الجزیرة خبریال ته وویل چې پیشمرګه ځواکونو په دې کلي باندی خپله ولکه ټینګه کړې ده، او فعلا یې د سیمې په چاڼ باندې پیل کړی دی، چې ځای پرځای شوي واړه او ستر بمونه خنثا کړي.
خبریال وایی چې د پیشمرګه ځواکونو له ختیځ لوري نه له عراقي ځواکونو سره له کړي موافقې سره سم حرکت نه دی کړی، او عراقي پوځ د جنوبی پلو نه د القیارې نه خپل پرمختګ پیل کړی دی.
دا وروسته له هغې چې د الحوض سیمه باندې یې خپله ولکه ټینګه کړه، ویل کیږي چې دا سیمه د نورو درې سیمو د نیولو لپاره د مقدمې حیثیت لري چې په دې درې سیمو کې د اسلامي دولت مشرتابه موجودیت لري او دا د جنوب خوا یو بل پسې پرتې سیمې دی، چې له الشوری، حمام العلیل او البوسیف نومونه لري.
د دې په تعقیب په لویدیځ اړخ کې د سنجار په خوا کې چې پکې قومي شیعه ملیشې او د حزب العمال الکردستانې ځواکونه پراته دي کوم حرکت نه معلومیږي.
د عراقي پوځ اړوند د ګډو عملیاتو مشرتابه د پوځ او پیشمرګه ځواکونو لخوا د موصل جګړې په لومړۍ ورځ په نږدې شلو کلیو خپله ولکه اعلان کړه، د عملیاتو د مشرابه په نامه د الأناضول خبري اژانس استازي جنرال یحیی رسول پرون وویل چې د موصل د جنګ ګډو عسکري قطعاتو په سیمه کې خورا په تیزۍ سره پرمختګ کړی د4ی.
عراقي او کردي ځواکونو د موصل خواته خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی، په داسې حال کې چې د اسلامي تنظیم د دولت تر ولکې لاندې ځایونو څخه تور لوګی پورته کیږي او ویل کېږي چې دغه تور لوګي د تنظیم لخوا په دې موخه په لاره اچول شوي څو هوائي ځواکونه ونشي کولای د دوی موقعیتونه په دقیقه توګه په نښه کړي.
د دې پرمختګ په مقابل کې د داعش تنظیم اړوند د أعماق خبرې آژانس ویلي دي، چې د شیعه ملیشو ۳۳ سرتیري په هغو دوه بریدونو کې ووژل شول چې د تنظیم لخوا د بغداد په شمال کې د الشرقاط په سیمه کې ترسره شول.
د عراق امنیتي سرچینو اعتراف کړی، چې د دوی د پوځ او شیعه ملیشو نه ۵ سرتیري د موصل په جنوب کې د داعش تنظیم د وسله والو په برید کې وژل شوي دي.
امنیتي سرچینو زیاته کړې ده چې د یوه موټر بم په برید کې د اسلامي دولت د تنظیم ۳ او د عراقي پوځ یو سرتیري وژل شوي دي، ورپسې د اسلامي دولت تنظیم د وسله والو او عراقي پوځ تر مینځ د النصر قریې سره چې موصل جنوب ته د القارة ښار ختیځ لوری ته پرته ده نښتې وشوې.
داعش ته نږدې سرچینو ویلي دي، چې د موصل جنوب ختیځ ته د رفیله په سیمه کې د یوه موټر برید د انفجار په نتیجه کې شل عراقي پوځیان مړه او ټپیان شوي دی.
د أعماق خبري آژانس هغه انځورونه خپاره کړي دي، چې ښیئ د اسلامي دولت تنظیم د موصل ښار په واټونو کې د شپې لخوا د ګزمې کوي او ګرځي، د اسلامي دولت تنظیم اعلان کړی چې د دغه ښار په ختیځ کې یې د پیشمرګه ځواکونو بریدونه شنډ کړی دی.
د دې ترڅنګ تیره سه شنبه د نینوی ولایت د عملیاتو مشرتابه اعلان وکړ، چې په مختلفو محورونو کې د اسلامي دولت تنظیم زیات بریدونه یې شنډ کړی دي، دوی وایي ویې کولای شول چې د موصل په جنوب کې د القارة سیمې کیڼې خواته د الساحل په سیمه کې د اسلامي دولت د تنظیم په لسګونو سرتیري مړه او ټپیان کړي.
په داسې حال کې چې د أعماق خبري آژانس ادعا کړې ده چې د پیشمرګه، شیعه ملیشو او عراقي پوځیانو لسګونو سرتیرو ته یې د کمین په نیولو او نورو یرغلونو سره مرګ ژوبله اړولې ده، د اسلامي دولت تنظیم منلې ده چې یواځې درې کلي هر یو: العدلة، ابراهیم الخیل او بزکرتان یې له لاسه وتي دي.
د الجزیرة نه په مننې
















