کابل ټکی کام ۲۸تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې طالبانو د یوه وسله وال برید په ترڅ کې ۴ دولتي مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دوی جنګیالیو بېګاه ماسخوتن ۹:۰۰ بجې د یاد ولایت مرکز لښکرګاه اړوند د بولان کلا سیمه کې د اربکیانو ۴ مهم مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
دغه مرکزونه چې د جبار قهرمان د ځانګړو اربکیانو وو، د ملکي خلکو په سرایونو کې یې جوړ کړي وو.
خبرپاڼه کې راغلي دي، چې مقابل جانب له لږ مقاومت وروسته د تېښتې لاره غوره کړه او د ۲ تنو وژل شویو جسدونه یې لا هم د جګړې په ډګر پاتې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو مرکزونو په نیولو سره د دوی جنګیالیو ته د بولان کلا ډېره پراخه سیمه لاسته ورغلې ده.
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه هغه سیمې چې طالبانو څو اونۍ وړاندې تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې، لا یې هم په ولکه کې دي او د نورو سیمو د نیولو نیت هم لري.
باید ووایو، چې جبار قهرمان له حقایقو سترګې پټوي، هېڅ کوم داسې ګام نه پورته کوي، چې د لښکرګاه د سقوط مخه ونیسي، چې د نوموړي د ناسم مدیریت له کبله افغان ځواکونه د جګړې پر مهال یا د تېښتې لاره غوره کوي او یا هم طالبانو ته تسلیمیږي.
















