ریښتینې کیسه/ مبارز کټوازی

لیکوال مبارز افغان کټوازی
سپین ژیرې پلار یی د کور ټول درانده بارونه په غاړه اخیستې وو، د خپل ځوی د سوکالۍ لپاره یی شپه ورځ په ځان یوه کړې وه زوی یې لس کلن و چې د کلې نژدې ښوونځي کې يې واچاو، سپین ژیرې پلار به یې ټوله ورځ د کلي ګدایي کوله زوی ورو ورو لوییده.
کله چه دیارلس کلن شو پلار یې بیخي د کټ شو، د کور بارونه یې د پلار له اوژې ولویدل اوس یې دا ستر بار د نازولي ځوی په غاړه کې و.
زوی د کلي د پوستې له اربکیانو سره لاس یو کړ اربکی شو.
ورو ورو یی د چرسو عادت واخیست له کوره یی زړه موړ شو.
سپین ژیرې پلار او مور به یې تل د دروازې چولو ته کتل چه زموژ نازولی ځوی به مو څه غمه وخوري.
خو بدبختانه نازولي زوی یې اوس د کلیوالو کورونه او عزتونه لوټول، خپل سپین ژیری پلار او مور یی په سل رګه کې نه ورګرځیدل.
یوه ورځ یې پلار د خپل زوی د دیدن لپاره د کلي پوستې ته ورغی.
د پوستې قومندان ته یې غژ کړ.
قومندان صیب زما ګران نازولی جان ګل چیرته دی سخت مې یادیژې!
جان ګل چه د چرسو سګریټې مسلسل وهلی و سخت نشه و، د خپل سپین ژیرې پلار غژ یې واورید غژ نه و سم د ټوپک ټک و د پوستې له سره یې په پلار غژ وکړ، چې ورک شه زه کله ستا ځوی وم بیا چې دې د پوستې خوا کې ووینم بې عزته کوم دې!
پلار یې له اسویلو ډک آه وویست وای اې خدایه زه دې په کومه ګناه ونیوم هغه زوی چه ما دا ټوله زنده ګي دده راتلونکي ته وقف کړه ما پدې سپینه ژیره ټول عمر پردۍ ګدایي وکړه.
نن هغه نازولی ځوی ماته وایي چه کله مې پلار وې!
پلار یی ناهیلی له پوستې د کور په خوا راروان شو.
مور یی په کور له خوشحالې په جامو کې نه ځاییژې چې ورک جان ګل زوی ګل به مې راشې سخته یې د دیدن تژې وه.
سپین ژیری چې د پوستې څخه په لاره وو کورته ورسیده.
د کور دروازه یې وټکوله او سلګۍ نیولی اواز یې غژ وکړ
درررررواازه خخلاصه کړه غرق شوم!
مور یې پوهه شوه چې زوی یې سپین ژیرې پلار ته سپکې سپورې ویلي دي.
په ځای راوچرخیده ړنګه شوه.
پلار یی بندې دروازې ته سلګیو نیولی چغې وهي. وای خدایه دا د په کومه ګناه ونیوم یاالله ما کومه ګناه کړې وه!
اې خدایه زما دا سپینو ډکو ته ده هم ونه کتل زما نازولی څه شو!
ډیر فغان و فریاد یی وکړ، د بندي دروازې شاته ویر لړلی کیناست.
د اربکي سپین سرې مور په هوش راغله، بابا جان ته یې دروازه ورخلاصه کړه.
دومره ګریان یې وکړ لکه اووه اسمانونه چې یې په کور راپریوتې وي.
سپین ژیری پلار یې په کټ پروت و، مور به د ګاونډ مړۍ راټولوله دما دم ګذران یې پرې روان کړی و.
یوه ورځ یې پلار سخت ناروغ شو، د کلي په روغتون کې بستر شو بوډۍ مور یې کور هم پریښود د کلې مړۍ به یې اوس د کور پر ځای هسپتال ته راوړله.
اربکی ځوی یې چې اوس خونخوار ډاکو و، له مور او مریض پلار څخه په میاشتو میاشتو ناخبره و.
قومندان ناصر خان نن ټول اربکیان رابللي چې د کلي په ملکي روغتون به برید کوو، ناروغان به یې ټول وژنو او پکې ټول سامانونه به د رینجرو پر مټ تر محفوظه ځایه رسوو.
ټول اربکیان به په ملکي جامو کې وي تر څو یې پړه په طالبانو واچول شې.
ټولو اربکیانو په یوه غژ د قومندان ناصر خان امر ومانه.
د شپې یوه نیمه بجه وه ټول اربکیان په ملکي جامو کې د روغتون پر لور روان شول.
د سپین ژیري پلار او مور نازولی اربکی ځوی او څلور نور اربکیان یې په دې دنده وګمارل چې روغتون ته به ننوځي ټول ناروغان به وژني او کټونه به یې بهر ته راوباسي.
جان ګل چه کله روغتون ته ننوت.
ډزې یې وکړې څلور ناروغان چه دده سپین ژیری پلار هم پکې و، ووژل.
جان ګل اربکي ملګرو ته غژ کړل چه کټونه وباسئ مریضان ټول ترې وغورځوئ!
د جان ګل بوډۍ مور چې تر کټ لاندې پرته وه د جان ګل غژ یې وپیژانده.
جان ګله ځویه ولې دې پلار وویشت څه د خدای غضب درته وشو!
جان ګل اربکی چې کله پوهه شو چې پلار یې وویشت د ماشین کمداغ یې له موره سره پورته کړ، مور یې پر ځمکه ولویده
جان ګله ځویه!؟
مور یې هم مړه کړه.
جان ګل اربکي خپل پلار مور ووژل، کور یې خرڅ کړ چرس شراب او کبابو باندی روژدي جانګل هفته لا نه وه پوره چې
خپل ماشین یې سر ته برابر کړ ماشه یی ووهله او ځان یی هم وویشت!



