کابل ټکی کام ۲۲میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ويلي دي، چې سږ کال په هېواد کې د کوکنارو په کر کې ۴۸ سلنه ډېروالی راغلی دی.
وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده مخکې ځنو نړيوالو راپورونو له افغانستانه نړۍ ته د نشه يي توکو په قاچاق د CIA د پراخه لاس لرلو له رازه پرده پورته کړه.
که څه هم چې امريکا پر افغانستان د برید لپاره يوه پلمه د کوکنارو او نشه يي توکو له منځه وړل نيولې وه، خو پر افغانستان د امريکا له بريد وروسته د دغو توکو په تجارت او کرنه کې په پر له پسې توګه زياتوالی راغلی دی.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وزير سلامت عظيمي نن په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړې ده، چې د تېرو کلونو په نسبت د خاشخاشو او کوکناور په کر کې ۱۹ سلنه او د نشه يي توکو په کر کې ۴۸ سلنه زياتوالی راغلی دی.
نوموړي ويلي دي سږکال د نشه يي توکو په محصولاتو کې ۸۴ سلنه ډېروالی راغلی دی.
سره له دې چې د ياد وزارت چارواکي دعوه کوي، چې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو پر ضد يې کلکې هڅې کړې دي، خو په خپله د وزارت راپور بيا د دعې خلاف نور څه په ډاګه کوي.
















