ولسي جرګې د ولسمشر غني د مخابراتي ماليې فرمان رد کړ

کابل ټکی کام ۲۲میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

ولسي جرګې د ولسمشر غني هغه فرمان په اکثريت سره رد کړ، چې له مخې يې د مخابراتي شرکتونو له ګډونوالو ماليه راټولېده.

ولسي جرګې د غني دغه فرمان د اساسي قانون خلاف بللی او رد کړی دی.

د ولسي جرګې وکيلانو ټينګار کړی، چې د اساسي قانونو د ۷۹مې مادې پر بنياد ولسمشر نه شي کولای، چې په مالي او بودجوي اړوند موضوع ګانو کې تقنيني فرمان صادر کړي.

د ولسمشر دغه تقنيني فرمان د ميزان له لومړۍ نېټې نافذ شوی و، چې په لومړيو لسو وروځو کې يې د مخابراتي شرکت د کاروونکو له حسابو ۸۰ مليونه افغانۍ ټولې شوې وې.

ولسي جرګې د ولسمشر پر دغه کار هم نيوکه کړې ده، چې نږدې يوه مياشت يې په غير قانوني توګه د فرمان له مخې له خلکو پيسې شکول شوې دي.

د ولسي جرګې ځنو غړو ويلي دي، چې غني پر دې برسېره ۸ واره نور هم داسې تقنيني فرمانونه صادر کړي دي، چې د قانون خلاف دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button