کابل ټکی کام ۲۲میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت له نوزاد ولسوالۍ څخه همکار خبر را کوي چې د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي، د سرحدي پولیسو ۲۲تنه سرتیري وژل شوي دي.
یوې امنیتي سر چینې چې له نوم اخېستلو څخه یې ډډه کړې ده زمونږ همکار ته ویلي دي چې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د افغان سرحدي پولیسو پر ۲پوستو طالب وسلوالو برید کړی دی، چې په نتیجه کې یې دواړه پوستې په ټولیزه توګه له منځه وړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغه برید کې ۲۲تنه افغان سرحدي پولیس وژل شوي دي او ۷۰ تنه نور ټپیان دي او ۶تنه نور بې درکه دي.
ځايي خلک وايي چې طالب وسلوالو د نظامي وسایطو د ترلاسه کولو لپاره پر دغو پوستو برید وکړ.
د پېښې په اړه د ۶۰۴ سرحدي زون ویاند ښاغلی حزل الله خاموش په خپله وینا کې ویلي دي چې د اړیکو د پرېکېدو له کبله پوره جزئیات لاسته نه لري.
د ده په وینا چې د نظامي شوراء د پرېکړې لمخې د هلمند سنګین او نوزاد ولسوالیو او ځینو نورو سیمو ته سرحدي پولیس لېږلي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په نوزاد ولسوالۍ کې نښته تأییدوي، او وايي چې دواړو لوریو ته درانه تلفات اوښتي دي.

دی وایي چې د پېښې د پلټنې لپاره یې یو پلاوی سیمې ته استولی دی.
خو د طالبانو ویاند ښاغلی قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي دي چې په دغه برید کې ۳۱تنه سرحدي پولیس وژل شوي دي او له دوی څخه پاتې وسلې لاسته ورغلي دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې ده چې ۵تنه نور سرحدي پولیس یې ژوندي نیولي دي.
















