روزګان: د ملي اردو يو قومندان له ۱۵ ساتونکو سره طالبانو ته تسليم شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۴) الماس خدرخېل

د روزګان مرکز ترينکوټ اړوند د درويشانو په سيمه کې د ملي اردو د کيفتو قرارګاه يو تن قومندان ضابط محب الله له خپلو ۱۵ تنه د ملي اردو عسکرو سره طالبانو ته تسليم شوی دی.

طالبانو په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې ظابط محب الله تېره شپه سيمه ييزو طالبانو ته تسليم شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې تسليم شويو عسکرو له ځان سره دوه رينجر موټر، يو هوان، دوه دهشکې، شپږپيکا ګانې او ۲۵ ميله امريکايي ټوپکونه له زرګونو مرميو سره دوی ته ورسپارلي دي.

بايد وويل شي، چې طالبانو د قرارګاه د نيولو عکسونه په خپله رسمي پاڼه الاماره کې خپاره کړي دي.

په دې اړه د روزګان چارواکو رسنيو ته تر دې دمه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې افغان امنيتي ځواکونه له خپلو پوځي مهماتو او وسلو سره په ګڼ تعداد کې وسلوالو طالبانو ته تسليم شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button