پریږده چې ښه خار ورکړي

شهود غزنیوال

د روژې۲۷مه ورځ ده، د انګورو کاسه یې په منځ کي ایښې ګفه تازه ده.

 له ځمکي له اسمان نه غږیږي، دوه درې د انګورو دانې خولې ته واچوي یو د چرسو دوګی هم ورسره کش کړي.

انجنیرچی ځان انجنیربولي پرې غږ یې کړ هلکانو د جنت ټیکه دار[دمسجدامام]راغی هسې نه خلک راباندې خبرکړي چی د پوستې اربکیانو روژه خوړه!

خان میرله دې خوا ورغږکړ، پریږده چي ښه خار ورکړي دا د جنت ټیکه دار ته زمونږ خو هسې طمعه نشته ورته، د جنت ټیکه داران خودوی [ملایان]دي …

ملاصیب چي د کنداغ له واره هم ډاریدو زړه نازړه یې ورته وویل: انجنیرصیب تر اوسه خو اختر ته درې ورځې وخت پاتې دی تاسې څنګه اخترجوړکړی؟، ملاصیب خبره نه وه پوره کړې چې خان میر ورغبرګه کړه، لاړ شه د اخیري زمانې موتي[مفتي] مونږ نشیان له نورو سره برابروې، مونږ روژه ونیسو او که دوګ ترې کش کو!.

 بیا یې به کړس کړس وخندل او له ډک سګریټ نه یې دوګ کش او د ملاصیب خواته یې پو کړ.

ملا څه وختې مو وې تیري شوې، هغه چي لم به مو له شیروا سره خوړ چا چي به چړي په کور کې لرلې لکه زریدار ټانګ چي به یې لرلو؛ خو ګوره ملا یاد یې لره بیا به مو هغه وخت نشي روزي!.

دا کومه دروغ خبره نه ده، د یوه کلي له فتح کیدو ورسته د هغه کلي امام راته وکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button