بلخ: د زارع ولسوالۍ امنیه قومندان د خپل عسکر پر ښځې جنسي تیری کړی

 (کابل ټکی کام ‍۱۳۹۵ لړم ۶) زرغون خوږیاڼی

د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ د پولیسو امنیه قومندان د خپل عسکر ښځه لومړی اختطاف کړی او بیا یې ورسره د اتیا ورځو په دوام جنسي تیري کړي دي.

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازې ګلالۍ نور صافۍ د چهار شنبې په ورځ وویل، چې په بلخ کې د زارع ولسوالۍ د امنیه قومندان محمد اکرم د خپل یو عسکر ښځه لومړی اختطاف کړې او بیا یې پرې جنسي تیری کړی دی.

میرمن ګلالۍ نور زیاته کړې، چې محمد اکرم د پولیس عسکر ښځه له اختطاف وروسته په خپله کوټه کې ۸۰ ورځې ساتلې او جنسي تیري یې ورسره کړي دي.

شکایت کوونکي عسکر ویلي، چې یاد امنیه قومندان راته وویل(( خپله ښځه دې په درې ورځو طلاقه کړه او ځانته بله ښځه وګوره)).

د پژواک په وینا، شکایت کوونکی عسکر چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي، چې دولت ته د شکایت اوریدلو لپاره وزارت داخله، لویه څارنوالي او د ملي شورا ټولو ارګانونو ته ورغلی؛ خو سربیره پر دې چې محمد اکرم پسې لویې څارنوالۍ درې جلبونه استولي؛ خو اکرم نه دی حاضر شوی.

ځینو سرچینو ویلي، چې یاد عسکر شکایت کړی چې غږ یې هیڅوک هم نه اوري، په لومړیو کې لویې څارنوالۍ د محمد اکرم د نیولو حکم وکړ خو هغه حاضر نه شو، نو دوی یې دوسیه شاته وغورځورله.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د زابل ولایت د عدلیې رئيس خطیر له خپل یو ۱۹ کلن مامور نه د لواطت غوښتنه کړې وه، چې اوس یې د نیولو خبر ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button