د قرآن او تلاوت آداب

عزیراسدخیل
کله چې دوه يا ډېر کسان وي او ټول تلاوت کوي، نو بايد په پټه اوسري ډول يې وکړي؛ په دې وخت کې په لوړ غږ لوستل د ګډوډۍ لامل او د قرآن کريم د تلاوت له آدابو مخالفت دی، ځکه چې کله په لوړ غږ قرآن کريم لوستل کېږي او څوک يې اوري نو بايد غوږ ورته کېدي او چپ شي.
الله تعالی فرمايي:
(وَاِذَا قُرِئَ الْقُرْاٰنُ فَاسْتَمِعُوْا لَهُ وَاَنْصِتُوْا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ) سورة الأعراف: ۲۰۴.
” او کله چې قرآن لوستل کېږي, نو غوږ ورته کېږدئ او چپ شئ, ښايي چې لورېنې در باندې وشي”.
نو څرګنده شوه, چې کله قرآن کريم په لوړغږ لوستل کېږي, نو بايد غوږ ورته کېږدو او چپ شو. همدا غوږ ايښودل او چپ کېدل ددې لامل جوړېږي, چې مونږ د الله تعالی د لورېنو وړ ګرځېږو، او که غوږ مو کېنښود, نو بيا مو ګناه وکړه.
په دغه اوسنيو رواجي بدعي ختمونو کې، چې ټول په جهر لګيا وي او شور زوږ يې جوړ کړی وي دا ناروا دي.
همدارنګه چې څوک په دې پوهېږي، چې زما په لوړ غږ څوک له خوبه وځي، يا ورته څوک غوږ نږدي، يا څوک تلاوت يا مطالعه کوي او يا نور لاملونه وي، نو بيا په لوړ غږ تلاوت ګناه او د ثواب پر ځای د عذاب لامل جوړېږي . په لوړ غږ تلاوت يواځې هغه وخت ښه دی، چې چا ته ترې زيان اوکړاو نه جوړېږي. په حديث کې داسې راځي :
له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما نه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: ” لمونځ کوونکی له خپل رب سره په راز کې وي، نو ودې ګوري، چې څرنګه راز ورسره کوي؟ او تاسو په خپلو منځو کې يو تر بله قرآن په زوره مه لولئ”.
په دې حديث کې دوه مسألې څرګندې شوې:
۱) دا چې څوک په لمانځه ولاړ وي، نو هغه داسې دی لکه چې له الله تعالی سره راز کې پټې خبرې کوي، نو دا فکر دې وکړي، چې له الله تعالی سره څه ډول او په کومو آدابو راز او خبرې وکړي؟.
۲) دا چې دوه يا څو کسان په داسې ځای کې وي، چې سره يوځای وي يا يو د بل غږ اوري، نو په زوره دې قرآن نه لولي، ځکه چې د قرآن له آدابو څخه دا هم ده، چې اوريدونکی به ورته غوږ ږدي او چې ټول يې په زوره لولي، نو دا ګډوډي او له آدابو څخه سرغړونه ده.
په عامو حالا تو کې چې پورتني لاملونه نه وي، نو بيا جهر او پټ دواړه روا دی؛ خو دپټ لوستلو ثواب زيات دی.
په يو حديث کې داسې راځي :
له عقبه بن عامر رضی الله عنه نه ر وايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: ” په لوړ غږ د قرآن کريم لوستونکی دهغه چا غوندې دی، چې خيرات ښکاره ورکوي. او د قرآن پټ لوستونکی د هغه چا په څېر دی، چې پټ په پټه خيرات ورکوي”.
نو دا څرګنده ده، چې پټ په پټه خيرات ورکول زيات ثواب لري او ريا پکې نه وي، نو تلاوت هم همداسې دی .
په بل حديث کې داسې راځي :
له ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی، چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
“اوه کسان دي، چې الله تعالی يې په هغه ورځ د خپل سيوري لاندې کښېنوي، چې د هغه له سيوري پرته به هيڅ سيوری نه وي :
۱) يو عادل خليفه دی .
۲) بل هغه ځوان دی، چې د الله تعالی په عبادت کې را لوی شوی وي .
۳) بل هغه سړی دی، چې زړه يې په جوماتونو پورې تړلی وي .
۴) بل هغه دوه کسان دي، چې د الله لپاره يې يو تر بله مينه کړې وي، په همدې مينې يو ځای شوي او په همدې سره جلا شوي وي .
۵) بل هغه سړی دی، چې د لوی شرف او ښکلا والا ښځې ځان ته راوباله او هغه وويل: زه له الله نه وېرېږم .
۶) بل هغه څوک دی، چې کوم خيرات يې ورکړ او داسې پټ يې ورکړ، چې ښي لاس يې کوم شی ور کاوه، نو کيڼ لاس پرې خبر نه شو.
۷) بل هغه څوک دی، چې په يواځې او ګوښي ځای کې يې الله ياد کړ او له سترګو يې اوښکې وڅڅېدې”.
په بل حديث کې داسې راځي :
له ابوذر رضی الله عنه نه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
“درې کسان دي، چې الله يې خوښوي او درې نور داسې دي چې د الله بد راځي. هغه کسان، چې الله يې خوښوي دا دي :
۱) يو هغه څوک، چې کله څه خلکو ته کوم كس راشي او څه ترې وغواړي؛ خو د الله په نامه يې وغواړي، د کومې داسې خپلوۍ په نوم يې و نه غواړي، چې د هغوی ترمنځ وي؛ خو خلک هيڅ ور نه کړي، نو يو سړی له خلکو ګوښي شي او داسې پټ ورته څه ورکړي، چې الله او دغه چا ته يې چې ورکړي، له دې دواړو پرته هيڅوک پرې خبر نه شي.
(نو يو دغه ورکوونکی شخص شو)
۲) بل هغه څوک دی، چې کله څه خلک د شپې په سفر کې روان وي او داسې وخت راشي، چې خوب ورته له هر هغه څه غوره شي، چې ور سره انډول کېدی شي، نو سرونه کېږدي (ويده شي) او هغه يو کس پاڅېږي، ما ته زاري او خوشامندې کوي او آياتونه مې لولي.
۳) بل هغه څوک دی، چې د مجاهدينو په يو ټولګي کې وي او له دښمن سره مخ شي، ملګري يې ماتې وخوري او دی دښمن ته سينه ور مخ کړي او تر هغه ور سره وجنګېږي، چې يا و وژل شي او يا فتح و مومي .
او هغه درې کسان، چې الله تعالى يې نه خوښوي او بد يې راځي دا دي :
۱) يو بوډا زنا کار يا د واده والا زنا کار .
۲) بل کبر جن فقير (بې وزلی)
۳) بل ظالم مالدار .
د ابوذر او ابوهريره رضی الله عنهما دا دواړه حديثونه مونږ ددې لپاره راوړل، چې مخکې د عقبه بن عامر په حديث کې دا راغلي وو، چې ( په لوړ غږ د قرآن لوستونکی د ښکاره خيرات ور کوونکي غوندې دی او پټ قرآن لوستونکی د پټ خيرات ور کونکي په څېر دی) هلته دا معلومه نه شوه، چې ښکاره خيرات ورکوونکی غوره دی، که پټ؟، نو ددې دواړو حديثونو په مټ هغه ابهام لرې شو او څرګنده شوه، چې د پټ خيرات ورکوونکی ډېر غوره دی. نو کله چې د پټ خيرات ور کوونکی ډېر غوره دی او د پټ قرآن لوستونکی د پټ خيرات ورکوونکي غوندې دی، نو ثابته شوه، چې په پټه د قرآن لوستل ډېر غوره دي”.
د همدې دواړو حديثونو په رڼا کې ددې آية تفسير هم څرګند شو، چې الله تعالی فرمايي :
(إِنْ تُبْدُوا الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِنْ تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنْكُمْ مِنْ سَيِّئَاتِكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ) سورة البقرة: ۲۷۱.
“که خيراتونه څرګندوئ، نو دا ښه ده او که پټوئ يې او بې وزلو ته يې ورکوئ، نو دا تاسو لپاره ډېره غوره ده، له تاسو به ستاسو ګوناوې لرې کړي. او تاسو چې څه کوئ الله پرې ډېر ښه خبر دی”.
نو ښکاره او پټ خيرات ورکول دواړه روا دي؛ خو په پټه يې فضليت زيات دی. همدارنګه چې موانع او مخکني ياد شوي لاملونه نه وي، نو پټ او ښکاره د قرآن لوستل دواړه روا دي؛ خو په پټه يې فضليت زيات دی، لکه چې دليلونه يې مخکې تېر شول .
د الله تعالی په يادولو او د قرآن کريم په لوستلو او اورېدلو زړونه نرمېږي،رڼېږي، رغېږي او ايمان پياوړی کېږي . الله تعالی فرمايي :
(إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آياتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ) سورة الانفال: ۲.
“مؤمنان يواځې هغه خلک دي، چې کله الله يادشي، نو زړونه يې نرم شي او کله چې پرې د الله آياتونه ولوستل شي، ايمان يې زيات کړي او په خپل رب ځانونه سپاري”.
د دښمن ځمکې ته د قرآن کريم وړل
د اسلام د دښمنانو ځمکې ته د قرآن کريم وړل ناروا دي، او دا ځکه چې که د هغوی لاس ته ورشي، نو سپکاوی يې کوي.
په حديث کې په دې هکله داسې راځي :
له عبدالله بن عمررضي الله عنهما نه روايت دی هغه وايي : “رسول الله صلی الله عليه وسلم له دې نه منع کړې ده، چې د دښمن ځمکې ته له قرآن سره سفر وشي”.
دارالحرب او د دښمن ځمکې ته که د قرآن کريم کومه نسخه يا نسخې يوړل شي، نو دا خطر لري، چې کېدی شي د دښمن لاس ته ور شي او هغوی يې توهين او سپکاوی وکړي .
خو که سل په سلو کې دا ډاډ ؤ، چې هغوی ته لاس ته نه ورځي، نو بيا خير دی او دا له ځينو نورو رواياتو نه معلومېږي .



