ترکمنستان ته د “لاجورد لارې” رېل پټلۍ جوړېدو کار اقینې بندر کې پرانستل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۱) الماس خدرخېل
له ترکمنستان څخه افغانستان ته د لاجورد لارې د رېل پټلۍ د جوړېدو کار په اقينې بند کې پرانستل شو، چې دغه ليکه د ترکمنستان د اورګاډي ليکه افغانستان سره نښلول کېږي.
د افغانستان د فوائد عامې وزير محمود بليغ د کار د پرانستل کېدو په مراسمو کې وويل: د رېل پټلۍ دغه کرښه به د افغانستان له ټرانزيټ او صادراتو سره مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړې ده، چې دا ليکه د ترکمنستان په لگښت په افغانستان کې ۳،۵ کيلو متره جوړېږي او په راتلونکې کې به د فارياب اندخوی ښار ته هم وغځول شي.
محمود بليغ وويل:”زموږ اساسي هدف دا دی چې وکولای شو اصلي سوداګریزې پولې، لکه حیرتان، اقینه، اسلامقلعه او تورغونډۍ د رېل پټلۍ له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره ونښلوو او ترانزیټي اسانتیاوې ولرو.”
بل پلو د منځنۍ اسيا لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی شاکر کارګر زياتوي: افغانستان به دغه کرښه د ترکمنستان له لارې کسپین بحیرې، اذربایجان، ګرجستان، ترکیې او د اروپا له تورې بحیرې سره وصل کړي.
بل لوری د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د دغې لارې د جوړېدو افتتاح یو نېک او مثبت ګام بولي.
په ورته وخت کې افغان سوداګر هم له دې اقدام څخه هرکلی کوي او وايي چې له دې وروسته به خپل مالونه له ستونزو پرته او په کمه بیه اروپا ته صادر کړو.



