دولت بايد دجګړې د دوام پړه ومني

په افغانستان کې يواځې په جګړو کې مرګ ژوبله نه ده، چې کورنۍ او بهرنۍ ادارې ېې کلني راپورونه ورکوي بلکې په افغانستان کې د جګړو دوام اقتصاد، علم او پوهه ، سوداګري، سياسي هلې ځلې، کلتور او …… هرڅه د نشت برابر کړل او بياهم جګړه دوام لري.

په نورو هېوادونو کې هم جګړې او اختلافات وي، خو تر څه وخته بيا ټولې جګړې او اختلافات په يوه سالم ميکانيزم سره چې حکومت ېې په لارښوونه کارکوي ټولې دولتي او نا دولتي چارې د سمون لوري ته برابرې شي.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د څار ادارې سيګار يوځل بيا د افغانستان په اړه په جګړو کې د مرګ ژوبلې راپور ورکړ، چې په دولت ېې د امنيتي ځواکونو د زياتې مرګ ژوبلې پړه په ښکاره توګه ورواچوله ا و د دې پړې څخه افغان دولت اوس هيڅ ډول انکار نه شي کولاى .

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي: په روان عیسوي کال کې ۵۵۲۳ افغان امنیتي ځواکونه په وسله والو نښتو او چاودونو کې وژل شوي او نږدې ۹۶۶۵ ټپیان شوي دي.

يادې ادارې تېرکال په افغانستان کې د پنځه زره افغان وسله‌والو ځواکونو د وژلو او ۱۵زرو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

دا چې راپور د امريکا سيګار ادارې لخواخپورشوی دى، افغان دولت منلې ده، چې په سږني کال جګړو کې مرګ ژوبله زياته ده، خو بياهم ځان د ولس په وړاندې پړ نه بولې او واېې: موږ په سږني کال کې د مقابل لوري (وسله والو طالبانو) جوړ د اتو ولاياتو او شپيتو ولسواليو پلان خنثى کړی او د پوځ په زيات استعمال مو دفاع کړې ده؛ ځکه خو د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه ښودل شوې او شايد د سيګار د راپورڅخه د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې اندازه کمه وي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جان نیکولسن، چې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې لوړ شمیر اندیښمن کړی دا انديښنه هم بايد له ځانه سره ولري، که جګړه دوام وکړي شايد راتلونکي راپورکې په افغانستان کې د ټولو ملکي او نظامي مرګ ژوبلو پړه پردولتي چارواکو ورواچوي .

په افغانستان کې چې جګړه دوام لري د دې ټول اسباب د بهرنيو ځواکونو شتون او د حکومت جنګي پاليسو برابر کړی دي د سيګار اداره به دا هم په راتلونکي کې څرګنده کړي، چې په افغانستان کې جګړه حکومت پيل کړې ده او چې څومره ملکي او نظامي وژنې کېږي پړه ېې د حکومت پرغاړه ده .

حکومت بايد د سيګار د ادارې د راپور له مخې خپله پړه ومني ځکه په تېرو څلورو میاشتو کې ېې په زياتو ولسوالیو کې خپل حاکمیت له لاسه ورکړی دی.

نور حکومت ته پکار ده، چې په ولاياتو کې عملياتو ته د پای ټکی کېږدي او له خپل ولسه په جګړو کې د مرګ ژوبلې بخښنه وغواړي، ځکه هغه څه چې حکومت وايي چې هره ورځ ترشلو دېرشو پورې وسله وال وژنو په حقيقت کې په همدې شمېر کې امنيتي ځواکونه له لاسه ورکوي او هم ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي حکومت بايد د جګړې د دوام پړه ومني او نور روان حالت ته د ولس د غوښتنو مطابق تغير ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button