په هيوادکې څلورلکه وګړي دبې کورۍ او ديارلس لکه د ولږې سره مخ دي

سرليکنه
تيره دوشنبه د ملګرو ملتونو لخواپه افغانستان کې د روان حالت په اړه يو راپورنشرته وسپارل شو چې ديوې سروې له مخې دامهال په افغانستان کې دجګړو له امله څلورلکه افغانان بې کوره اودراتلونکي ژمي ديخنۍ له امله به دسختو ستونزو سره مخ شي .
دملګرو ملتونو لخوا ددې راپور دمخه دوه لکه بې کوره افغانان ياد کړل شوي وو خو دکندز،ارزګان،او ننګرهار ولايت دجګړو راپدېخوا ملګرو ملتونو وويل چې زموږله اټکله دبې کوره افغانانو شيمره دوه برابره شوه .
دملګرو ملتونو دبې کورو له راپوره درې مياشتې دمخه يوراپورد افغانستان په اړه خپور کړل شوی و چې په افغانستان کې کابو ديارلس لکه وګړي دسختې ولږې سره مخ دي او که په څومياشتو کې دې افغانانو ته مرسته ور ونه رسيږي ماشومان به ېې لومړي او لويان به ېې وروسته د ولږې او کافي خوراک دنه لرلوله امله دمرګ سره مخ شي .
د ملګرو ملتونو په راپورکې ويل شوي دي چې دامهال په افغانستان کې دروانو جګړو او نا امنيو له امله دبې کوره کيدو او ولږې شمير مخ په زياتيدو دى که ددې بدبختيو مخه ونه نيول شي افغانستان به ديوه سخت انساني ناورين سره مخ شي.
دملګروملتونو دامنيت سازمان هم په خپل راپورکې ويلي دي چې که په افغانستان کې دروانو نا امنيو مخه ونه نيول شي افغانستان کې به نه جبران کيدونکي حالات رامنځ ته شي .
په ملګرو ملتونوکي يو شمير کارکوونکو چې دخوراک د ويش دنده پرغاړه لري په افغان چارواکو نيوکه کوي وايي چې کله هم دافغانستان سره دخوراکي توکو مرسته شوېده اړو کسانو ته په خپل وخت او پوره نه ده رسيدلې.
دملګرو ملتونو دخوراک ادارې دکندز او هلمند علاوه په ننګرهار کې هغو کډوالو ته اشاره کړې ده چې څه موده دمخه په ياد ولايت اچين او پچيراو اګام اولسواليو کې ددولتي ځواکونو اوداعش ډلې ترمنځ دجګړو له امله ېې خپل کورونه پريښي او نورو سيموته په کډه شوي دي .
دافغانستان موجوده حالاتوته په کتو سره شنونکي وايي چې دګډوله حکومته دافغانستان دامنيت دټنگښت تمه ناشونې ده وسله والو طالبانوچې خپلو بريدونوته دتيروکلنو په نسبت زياتوالی ورکړی او هم ګډوله حکومت د وزارتونو په ويش په خپلو کې سره په اختلاف اخته دي داستونزه به حل نه بلکې نوره هم پسې زياته شي .
دبلې خوا د پخوانیو ګلم جم مليشو قوماندان دوستم چې په حکومت کومې نيوکې کوي هغه هم دامنيت دخرابوالي سبب ګرځي وايي دوسله والومخالفينو سره دجګړې پرمهال د دولتي ځواکونو ترمنځ هيڅ همغږي موجوده نه ده او په ولاياتو کې چې طالبانو ته پوستې تسليميږي دا په دفاع وزارت کې دبې کفايته افسرانو نتيجه ده چې هره ورځ پوستې په وسله والو پلورل کيږي .
دافغانستان روان حالت که همداسې دوام وکړي نو هيڅ وخت به دڅلورولکو بې کورو او ديارلس لکوله لوږو سره مخ ستونزه حل نه کړل شي او نه به امنيت ټيګښت ومومي بلکه تردې به هم امنيتي حالاتو ورځ په ورځ خرابيږي او کيدای شي په يخ ژمي کې ديخنۍ او واورو له امله دبې کورو ستونزې نورې هم زياتي شي چې دڅلورلکو بې کورو او ديارلس لکو قحطۍ برسيره به دنورو بې کور او قحطۍ ځپلو شمير زيات کړل شي ځکه دوسله والو طالبانو او داعش سره دجګړې ورځ په ورځ نورې هم پسې زياتيږي .



