عراق: د داعش مشر په موصل کې دی- عراقي ځواکونه دغه ښار ته ورمخته شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۲) الماس خدرخېل
د راپورونو له مخې عراقي ځواکونه چې د موصل له ښار نه د اسلامي دولت يا داعش ډلې د ويستلو په هڅه کې دي په لومړي ځل د دغه ښار ختیځې برخې ته داخل شوي دي. خو دوی د نورو ځواکونو په انتظار دي او وايي چې د موصل ختيځ کې څو نور کلي ونيسي نو د ښار په لور به يو ځای پرمختګ وکړي.
عراقي ځواکونو او کردي پېشمرګه سرتېرو پر موصل له دوو اونیو راهیسې عملیات پیل کړي، چې له دوی سره د هوا او ځمکې له لارې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه مرسته کوي.
په ورته وخت کې د بي بي سي خبريال له سيمې نه په يوه تازه خبر کې ويلي، چې عراقي ځواکونه د داعش ډلې له کلک مقاومت سره مخ دي، دی زياتوي، عراقي ځواکونه پر راکټ لنچر له توغېدونکو لاس بمونو او سپکو وسلو سره په نښه کېږي.
د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال نعمان قورتولموش ویلي، وروسته تردې چې عراق کې د موصل ښار تصفیه شي او د فرات سیند په اوږدو عملیات ترسره شي، ترکي ځواکونه به د سوریې رقې ته مخه کړي.
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي پر داعش وسلوالو غږ کړی چې یا(تسليم شي او يا به هم ووژل شي).
د ۲۰۱۴ په جون کې اسلامي دولت يا داعش ډلې موصل ښار له عراقي ځواکونو نیولی دی.
د موصل ښار په بېرته نيولوکې ۵۰ زره عراقي ځواکونه، کرد وسلوال، سني قبايل او شيعه ملېشو په دغه عملياتو کې برخه اخيستې.
د جګړو له امله ځايي خلک بزاویا سیمې ته ځانونه باسي چې تېره ورځ عراقي ځواکونو نیولې ده.
د يادونې ده،چې په دې عملياتو کې د امريکا په مشرۍ نړيوال ائيتلاف هم برخه اخيستې او د دوی الوتکې د اسلامي دولت ډلې پر مرکزونو درنه بمباري کوي.
د ملګرو ملتونو د رپوټ په اساس له دغې ښاره تر ۱۷۹۰۰ ډېر خلک وتلي او د جګړو له امله به تر ۷ لکو نور وګړي هم دغه ښار پرېږدي.
بل پلو د عراق د کردستان ولسمشر د رسنيزو چارو دفتر مشر فواد حسين خبر ورکړی، چې د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي په موصل ښار کې دی.
د انډيپنډينټ د فواد حسين له قوله ليکلي، دا چې په دغه ښار کې د نوموړې ډلې مشر شتون لري نو د دې ښار د نيولو جګړه به ډېره سخته وي.



