شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

عسکر /

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 3, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
9
ځلې شریک شوی
108
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

جواد څارګر

په تعلیمي مرکز کې یې په قرآن لاس کېښود او ژمنه یې وکړه چې ددین او وطن ددښمنانو سره به تر وروستۍ سلګۍ مبارزه کوي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

له تعلیمي مرکزه چې ووت، دجنرال صیب دوینا وروستۍ خبرو یې زړه ناکراره کاوه، په چورت کې به ولاړ؛ دا کومه مسلماني ده چې ماجت کې خلک وژني او بیا دجهاد نوم ورکوي؟

معلم صیب ته بم کېښودل، او متعلم وژل په کوم دین کې جواز لري؟

په ذهن کې به وروګرځېدل؛ لکه چې جنرال صیب درواغ وویل، زموږ کلي کې طالبان ښه زیات ول، نه یې معلم واژه نه متعلم، او نه یې ماجت کې څوک وژل

نه نه، جنرال صیب به ولې درواغ وایي، او څه ضرورت ورته لري چې درواغ ووایي؟

وروستۍ پرېکړه یې داوه چې که هر څه وي زه به په رښتوني توګه ددین او وطن دفاع کوم

محمود چې په لومړي ځل یې ټوپک ته لاس کړی و، ستره هیله یې همدا وه چې وران ویجاړ وطن یې جوړ او اولادونه یې هوسا ژوند ولري.

دقومندان او ظابط  اوامرو ته به تیارسۍ ولاړ و، او په ورین تندي به یې دهرې خبرې ځواب ورکاوه.

کله به چې دجګړې لپاره تلل، مخکې له دې چې قومندان ورته امر وکړي، پر ځان به یې کلیمې چوف کړې او درینجر باډۍ ته به وخوت.

محمود دکنډک پر ټولو سربازانو ګران و، هر یوه ته یې ځانګړی احترام درلود، هیڅ یوه ته یې ستوغه او سپوره خبره نکوله او دهر یوه خیال یې ساته

دمحمود دوی پوځي کنډک دکلي پاس خوا ته پروت و، ښۍ او کیڼ لور ته یې ګڼ کلي پراته ول او مخ او شاه ته یې، دسرک دواړو خواوو ته خال ـ خال کورونه اباد ول.

یوه وړه مدرسه دسرک ښۍ خوا ته په جامع مسجد کې جوړه چې له پوځي کنډکه په یو میل کې پرته وه.

دمدرسې شاګردان به مازدیګر دمدرسې تر شاه میدان ته وتل، چا به کرکټ کاوه او چا والیبال؛ وخت ناوخت به یو نیم پوځي هم راته او دطالبانو سره به یې تمرین کاوه

محمود هم یوه ورځ پېښه راوکړه او دمدرسې دشاګردانو سره په کرکټ کېوت، پس له دې به محمود هر مازدیګر راته او دکرکټ سیالي به یې کوله

ـــــــــــــ ــــــــــــــ ــــــــــ ـــــــــــ

یوه شپه په پوځي کنډک څلور میزائیل یو پر بل پسې ولګېدل، یو میزائل دکنډک په ختیځ برج ولګېد، چې دوه عسکر یې ووژل او یو یې زخمي کړ.

په وژل شوو کې یو عسکر دکنډک مشر د اکا ځوی تاج الدین و، سهار د وخته دکنډک قومندان صیب امر وکړ چې د مدرسې تالاشي واخلي او استادان دتحقیقاتو لپاره کنډک ته راولي.

دا لومړۍ ځل و چې محمود دقومندان له امر نه سرغړاوی وکړ، نه تر ټولو مخکې موټر ته پورته شو او نه یې دمدرسې تالاشۍ ته زړه ښه کړ.

لږه شېبه وروسته دمدرسې استادانو دکنډک مشر مخې ته زنګونونه قات کړل

په داسې حال کې چې دزیاتې غصې له کبله، دکنډک مشر له خولې ځګوړي بادېدل، له یوه استاده وپوښتل؛ دڅو روپیو مقابل کې مو زموږ ځوانان شییدان کړه؟

استاد په پوره درناوۍ ځواب ورکړ:

قومندان صیب قسم خورم که موږ له پېښې خبر یو، دژمې سړې شپې دي، دډزو اوازونه دبندو دروازو تر شاه چندان نه اورېدل کېږي.

کنډک مشر پاڅېد او ټول استادان یې په عسکرو بوټونو ښه لغت کړل، بیا کښېنوست، له ستړیا پرشېده، بل استاد یې مخاطب کړ:

که رښتیا ـ رښتیا ونه غږېږئ وژنم مو، ژر ووایه چې څوک مو تر شاه دي؟

استاد سر ځوړند کړ او په کمزورې لهجه یې وویل؛ تر شاه مو خدای دی مګر له ډزو هیڅ خبر نلرو.

کنډک مشر یو څه ظابطان وروغوښتل، ورسره وپسېد او بیا یې عسکرو ته امر وکړ چې بندیان تقاوۍ ته یوسي.

محمود سوچ وکړ چې دتعلیمي مرکز په پای غونډه کې دجنرال صیب دعوه رښتیا وه، بېځایه شک مې کاوه چې ګواکې جنرال صیب مساجد، مدارس، او طالب بدنامول غواړي.

محمود په چورتونو کې ډوب روان و، د اطاق له داخله دکنډک مشر او ظابطانو خپلمنځي سلا مشورو د محمود دچورتونو لړۍ غوڅه کړه، پښه نیولای شو او دکړکۍ څنګ ته یې غوږ ونیو

فکر مکوئ قومندان صیب، په ډېر هنر به دا هر څه ترسره کړم، تاسې چورت مه وهئ او رښتیا تر ټولو غوره لار یې فارمیکارت دی، که په داخل کې بمونه کېښودل شي ممکن څوک مو وویني.

کنډک مشر په تندي لاس تېر کړ؛ بس همدا فارمیکارت درست دی

کنډک مشر او ظابطان له کوټې ووتل، په عسکرو یې امر وکړ چې استادان په عزت او درناوي تر مدرسې ورسوي

کنډک مشر له استادانو جلا ـ جلا بښنه وغوښته او په درناوی یې رخصت کړل.

محمود حق حیران و، دقومندان صیب د رویې بدلون خوند ورکړ، خو یودم به چورت ورولوېد چې خدای مکړه دفارمیکارت او بمونو پلان دمدرسې لپاره نه وي ترتیب شوی؟ نه نه، زه په غلطه یم، شکر  قومندان صیب مسلمان دی او دهمدې وطن سړی دی، حتماً یې دتروریستانو ځاله درک کړې او پلان یې همهغې ته ترتیب کړی ځکه یې استادان په عزت ایله کړل.

محمود دشپې پر دوو بجو له پهرې فارغ شو، دخوب خونې ته ولاړ، لا یې سترګې نه وې ورغلې چې یوه دروند انفجار یې خوب له سترګو یوړ، اړخ په اړخ اوښت را اوښت او سوچونو به پسې واخیست. لاحول یې وویل، شیطانه مخ دې تور شه، ولې بېکاره سوچونه را اچوې؟

یو وخت ویده شوی و چې انډیوال غږ پر وکړ؛ پاڅېږه محموده! ظالمانو بېګاه شپه ماجت او مدرسه په بمونو الوځولي، قومندان صیب دپېښې ځای ته ولاړ ترڅو پلټنه وکړي او عاملینو ته سزا ورکړي.

محمود په کټ کې نېغ کښېنوست؛ ته رښتیا وایې؟

هو یاره

درځه چې دپېښې ځای ته ولاړ شو.

دړنګ جومات او مدرسې څخه دکمکیو طالبانو جسدونه راوېستل کېدل، کنډک مشر دخارجي ملګرو سره جوخت ولاړ و او دخبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه ویل:

بلې. دا برید ځانمرګی برید و، موږ ته امنیتي ادارو خبررا کړی و، له بده مرغه چې پېښه دشپې پر دریو بجو را منځ ته شوه

زه له دې شرمېدلو! تروریستانو پوښتنه لرم؛ دا کوم جهاد دی چې په ماجت او مندرسه کې ځان ته انفجار ورکوئ او واړه ـ واړه شاګردان په سرو وینو کې لمبوئ؟

محمود غلی دکلاشینکوف قید کښته او په کنډک مشر یې غږ کړ:

ددې ځواب به زه درکړم؛ او بیا یې په یوه ضربه دکنډک مشر او څو تنو خارجي پوځیانو ککرۍ والوځولې.

محمود منډه واخیسته، دشاه له لورې یې څو مرمۍ پر ملا وموښتې او ولوېد

یو عسکر یې څنګ ته ورغی ترڅو یې مړ او ژوندی معلوم کړي، محمود پر بنده ـ بنده لهجه ورته وویل؛زه نه پاته کېږم البته خوښ پر دې یم چې په قرآن کړې ژمنه مې پوره کړه او ددین او وطن ددښمنانو ککرۍ مې باد ـ باد کړې.

مخکینې مطلب

کندوز: امريکايي ځواکونو بمبارۍ ۵۰ کورونه بمبار کړي- لسګونه ولسي وګړي شهيدان کړي

بل مطلب

کندوز: د طالبانو په بريد کې ۴ امريکايي جنرالانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com