غزني: په واغز ولسوالۍ سخته جګړه روانه ده- ۲۰ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۵) الماس خدرخېل
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې په زیات شمير طالب وسلوالو نن سهار مهال د غزني واغز ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه پیل کړي، چې لا هم روان دي.
طالبانو په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو د غزني واغز ولسوالۍ ودانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه بريدونه کړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د بريدونو په پايله کې ۲۰ تنه عسکر او پوليس وژل شوي، چې جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر پراته دي.
تر دې دمه د غزني چارواکو د طالبانو د بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کابل ټکی کام څارۍ د جګړې وروستی حال هم درسره شريکوو.



