ننګرهار: د بټي کوټ ولسوال په ماين چاودنه کې ټپي شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۵) الماس خدرخېل

د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوال ولسوال حاجي غالب د ماين په چاودنه کې ټپي شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږیاڼي رسنيو ته وويل، چې د بټي کوټ ولسوال غالب مجاهد باندې نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د کابل- ننګرهاره پر لويه لاره چاودنه شوې.

وياند زياتوي، د ولسوال په موټر چاودنه د لغمان په دوه سرکه سيمه کې د يو چسپکي ماين په واسطه رامنځته شوې ده.

په چاودنه کې د ولسوال موټر چلوونکی وژل شوی، دوه ساتونکي او خپله ولسوال غالب هم شديد ټپي شوی دی.

بايد وويل شي، چې حکومتي چارواکو او امنيتي منسوبينو سره وسلوال طالبان په جګړه بوخت دي او وخت ناوخت د ورته پيښو پړې پرغاړه اخلي، خو تر دې دمه د دې پېښې مسوليت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button