کابل ټکی کام ۱۷لړم/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بلخ ولایت خبري سرچینې وايي، چې یوه سړي د خپلې کورنۍ ۴ ښځې په ډزو سره وژلي دي.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالرازق قادري رسنیو ته د دغه خبر پخلی کړی دی.
«پېښه تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په پلاس پوس سیمه کې رامنځته شوې ده، د پېښې په پایله کې ۴ ښځې وژل شوي او یو نارینه او یوه ښځه ټپیان شوي دي او خپله قاتل له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی دی.»
د پېښې د رامنځته کېدو لامل څرګند نه دی.
پولیس وايي، د قاتل د نیولو هڅې یې پیل کړي دي.
د یادولو ده، د هېواد په شمالي ولایتونو کې ورته پېښې زیاتې رامنځته کیږي..


















