بلخ: يو تن د خپلې کورنۍ ۴ تنه ښځې وژلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۷) الماس خدرخېل

 

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې يو تن د خپل کور څلور تنه غړي چې ټولې ښځې دي وژلي دي.

د بلخ د امنيه قومندانۍ امر عبدالرزاق قادري وايي، چې يو تن د سلاح په وسيله د خپلې کورنې ټول غړي ووژل.

هغه وويل، پېښه نيمه شپه د يادې ولسوالۍ په پلاس پوس سيمه کې رامنځته شوې ده.

د بلخ د امنيت امر وايي وايي چې قاتل د دوه نورو کسانو په شمول کور ته د ننه شوی او په ګرمه سلاح سره يې ډزې کړي ۴ تنه ښځې يې وژلي او خپله له سيمې څخه تښتېدلي دي.

د وژل شويو مړي د بلخ روغتون ته انتقال شوي او د قاتليو پلټنه روانه ده.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې دا ډول پېښې زياتې شوي، چې د پېښو څارونکي په افغانستان کې تېر څوارلس کلونه د کورنۍ شخړو تر ټولو خونړي کلونه ګڼي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button