کابل ټکی کام ۱۷لړم/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
خبرونه وايي، چې د روسیې د ایوانوف ایالت په یوه دوه پوړیزه ودانۍ کې چاودنه شوې ده.
د راپورونو له مخې چې په دغه ودانۍ کې ۲۱ کسان اوسېدل.
په چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي دي.
همدا راز د ودانۍ لویه برخه له منځه تللې ده او سخته اور لګېدنه هم رامنځته شوې ده.
په ودانۍ کې د پاتو کسانو د ژغورنې هڅې پیل شوي دي.
د دولتي چارواکو له قوله چې د چاودنې لامل لا څرګند نه دی، خو ښایي د ګازو په نلکیو کې د ستونزې له کبله رامنځته شوې وي.


















