(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۸) الماس خدرخېل
د پکتيا ولايت امنيتي منسوبين وايي، چې د دغه ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې د ملي پوليسو يو افسر او څلور پوليس وژل شوي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ امريکاغږ ته وويل، چې چاونه تېره ورځ له ماښام وروسته د احمدخېلو په نوم کلي کې داسې مهال د پوليسو پر موټر شوې، چې هغوی پر ګزمې بوخت وو.
په چاودنه کې موټر هم له منځه تللی دی.
طالبانو د دې پېښې مسووليت منلی او ويلي يې دي، چې تېره ورځ شاوخوا درې بجې د احمدخېلو په شوات سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو په موټر ماين چاودنه کړې او پکې يې يو شمير پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
















