(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۸) الماس خدرخېل
د اسرائيلو يوې محکمې د نړيوالو قوانينو خلاف يو تن ۱۴ کلن فلسطينی ماشوم په ۱۲ کاله بند محکوم کړی دی.
اسرائيلي چارواکو تور پورې کړی، چې نوموړي ماشوم په اسرائيلي عسکرو د چړې د بريد هڅه کړې وه، ځکه يې په دولس کلن حبس محکوم کړی دی.
راپورونه وايي، چې دوه فلسطيني ماشومانو احمد او حسن د اکتوبر په ۱۲ نېټه هڅه وکړه، چې اسرائيلي عسکر په چړو ووهي، چې د عسکرو له خوا يو تن ځای پر ځای شهيد کړی شو او احمد د پوليسو له لوري ونيول شو.
ويل کېږي، چې احمد له همغې ورځې نه د اسرائيلو په توقيف کې دی او ورسره د نړيوالو قوانينو خلاف ډېر بد چلند کېږي، ډېره زورونه ورکول شوې ده.
فلسطينې ماشوم ته تېره ورځ د اسرائيلو د يوې محکې له خوا د ۱۲ کلونو د حبس سزا واورول شوه، چې ورسره همهاله د فلسطين حکومت او يو شمير بشري ټولنو له خوا يې سخته غندنه شوې ده.
د فلسطين د ولسمشر د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: (د اسرائیلو د محکمې لخوا ۱۴ کلن ماشوم په ۱۲ کلونو بند باندې د محکومولو پریکړه په ښکاره توګه د هر ډول عدالت او انصاف نه لرې ده).
















