(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۹) الماس خدرخېل
د غور ولايت په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې دکور د چت لوېدو له امله د يوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي دي.
د يادې ولسوالۍ امنيه قومندان ناظر حسين رسنيو ته ویلي، چې پېښه تېر ماښام د دې ولسوالۍ د سرجنګل سفلا په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د دريوو ښځو په ګډون يو ماشوم چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي وژل شوي دي.
په دې پېښه کې دوه تنه ښځې ټپيانې شوي هم دي چې د تداوۍ لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
بايد وويل شي، چې په دې ولايت کې څو ورځې وړاندې سخت بارانونه وشوه، چې ډيری خلکو ته يې مالي زيانونه هم اړولي و.
















