هلمند: طالبان وايي لښکرګاه کې يې امنيتي ځواکونه په شاه تمبولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۹) الماس خدرخېل

طالبانو په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې امنيتي ځواکونو غوښتل د لښکرګاه اړوند بولان کلا او مناف کورونو په سيمه کې په دوی تعرض وکړي، چې د وسلوالو طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شوی او بېرته يې په شاه تمبولي دي.

يوې سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې په دې تعرض کې د امنيتي ځواکونو ملتيا بهرنيو الوتکو کوله.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو په تکتيکي ډول بشران سيمې ته شاتګ کړی او د حکومتي ځواکونو په رامخکې کېدو سره يې يو ټانګ د ماين په واسطه ترې منفجر کړی.

دوی زياتوي، چې په دې جګړه کې يې په پليو عسکرو ۹ د ماين چاودنې کړي او په ټوله جګړه کې يې ۲۳ تنه عسکر وژلي دي.

طالبانو د خپلو دوه تنه ملګرو وژل کېدل هم منلي، خو تر دې دمه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې په نوموړې سيمه کې طالبانو ته د اردو سلګونه عسکر له خپلو اسلحو او مهماتو سره تسليم شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button