سوداګرۍ وزارت: يوه نيمه ربع کې شل سلنه صادرات لوړ شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۹) الماس خدرخېل

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت تمه ښکاره کړې، چې سږ کال به د هېواد سبزيو، وچو او تازه ميوو صادراتو کې د پام وړ زياتوالی راشي.

سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي ازادۍ راډيو ته وويل: (زموږ صادرات په درېیمه او څلورمه ربعه کې ډېرېږي او زموږ څېړنې ښيي چې د تېرکال په پرتله سږکال چې څومره صادرات لرو هغه د میوو او سبزیو برخه کې ۲۰ فیصده ډیر والی ښيي).

دغه وزارت وايي، افغانستان تېر کال څه باندې دوه لکه ټنه سبزيجات، وچه او تازه ميوه د ۲۴۴ ميلونو ډالرو په ارزښت بهرنيو هېوادونو ته صادره کړې ده.

بايد وويل شي، چې د افغانستان اکثره تولیدات د کال په درېیم او څلورم فصل کې رسېږي او په دې برخه کې د مڼو، انارو، انګورو، جلغوزیو، بادامو او ځيني نورو میوو حاصلاتو ته تر ټولې ډيرې هیلې وي.

افغانستان هرکال شاوخوا د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت واردات کوي، خو افغان حکومت ژمنه کړې چې له دې هېواده به د صادراتو اندازه هم لوړوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی که څه هم په دې برخه کې ځینې پرمختګونه تائیدوي خو وايي چې لاهم سوداګر له ستونزو سره مخ دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button