عزیر اسدخیل
نسخ په شپږ ډوله ده :
لومړى : هغه چې لوستل او حکم دواړه يې منسوخ شوي وي. دا ډول منسوخ له منځه تللى او مثال يې نشته .
دويم : هغه چې لوستل او ليک يې منسوخ شوى وي او حکم يې پاتې وي. لکه د رجم آية.
دريم : هغه چې حکم يې منسوخ وي او لوستل يې پاتې وي. لکه چې الله تعالی فرمايي:
” وَاللَّاتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِنْ نِسَائِكُمْ فَاسْتَشْهِدُوا عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِنْكُمْ فَإِنْ شَهِدُوا فَأَمْسِكُوهُنَّ فِي الْبُيُوتِ حَتَّى يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا وَاللَّذَانِ يَأْتِيَانِهَا مِنْكُمْ فَآذُوهُمَا …” سورة النساء : ١٥_١٦..
” او ستاسو په ښځو کې چې کومې زنا کوي، نو له تاسو څلور ګواهان پرې ونيسئ، که هغوى ګواهي ورکړه, نو په کورونو کې يې تر هغه بندې کړئ, چې مړينه يې له منځه يوسي او يا ورته الله لاره را اوباسي. او هغه دوه نارينه, چې دا ناوړه کار (لواطت) کوي, نو زيان ور ورسوئ … “.
دا بند او زيان رسول بيا الله تعالى منسوخ کړل او ويې فرمايل :
” الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ” سورة النور : ٢..
“زنا کاره او زناکار دواړه سل سل درې ووهئ او که په الله او د قيامت په ورځ ايمان لرئ, نو د الله په دين کې دې تاسو په دوى نرمي منع نه کړي. او د دوى عذاب (حد) ته دې دمؤمنانو يوه ډله حاضره شي”.
د واده کړي سړي او ښځې رجم په صحيحو حديثونو کې راغلى, چې په بخاري، مسلم او نورو ګڼو کتابونو کې يې وينو. او رسول الله صلى الله عليه وسلم د لواطت په هکله وفرمايل:
“که داسې څوک مو وموندل، چې د لوط د قوم عمل يې کاوه، نو فاعل او مفعول بِهِ (پاسنى او لاندينى) دواړه ووژنئ “.
په دې سره مخکنى د زيان رسولو حکم منسوخ شو او سزايې معلومه شوه.
څلورم : سخت په اسانه منسوخېدل .
مثال يې د الله تعالى دا قول دى چې فرمايي :
” إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا ” سورة الانفال : ٦٥..
“که له تاسو شل کسه صبر ناک مجاهدين وي, نو په دوه سوو به غالب شي او که له تاسو سل کسه وي, نو د کافرانو په زرو به غالب شي”.
د دې آية له نازلېدو وروسته يو له لسو نه تښتېدل ګناه وه؛ خو بيا دا حکم منسوخ شو او په دې آية اساني راغله چې:
” الْآنَ خَفَّفَ اللَّهُ عَنْكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ ” سورة الانفال : ٦٦..
“اوس الله په تاسو اساني وکړه او پوهېږي، چې په تاسو کې کمزوري ده؛ که له تاسو سل کسه صبر ناک وي؛ په دوه سوو به غالب شي او که له تاسو زر کسه وي، نو د الله په حکم به په دوه زرو غالب شي. او الله د صبر کوونکيو ملګرى دى “.
له دې آية وروسته اساني شوه او يو له دوه وڅخه تښتېدل ګناه شوه.
په حديث کې داسې راځي:
له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى، هغه وايي: کله چې دا آية نازل شو: (که له تاسو شل کسه صبر ناک وي، نو په دوه سوو به غالب شي). نو دا پرې فرض شو، چې شل کسه به له دوه سوو څخه نه تښتي . بيا الله تعالى دا آية نازل کړ: ( اوس الله په تاسو اساني وکړه او پوهېږي، چې په تاسو کې کمزوري ده….) بـيا دا فرض شو، چې سل به له دوه سوو څخه نه تښتي”.
نو دلته سخت حکم په اسانه منسوخ شو.
پنځم : له وس سره سم سخت باندې د اسانه منسوخېدل .
لکه : له ماښام پرته ټول لمونځونه لومړى دوه دوه رکعته فرض وو؛ بيا د ماسپښين، مازيګر او ماسختن لمونځونه په سفر کې هماغه دوه رکعته پاتې شول ، په کور کې دوه دوه زيات شول او څلور څلور شول .
لکه چې په حديث کې داسې راځي :
” فُرِضَتِ الصَّلَاةُ رَكْعَتَيْنِ رَكْعَتَيْنِ فَأُقِرَّتْ صَلَاةُ السَّفَرِ، وَزِيدَتْ فِي الْحَضَرِ” متفق عليه.
” لمونځونه دوه دوه رکعته فرض شوي وو، بيا په سفر کې هماغه دوه دوه پاتې شول او په حضر (کور) کې زيات شول “.
نو دلته دوه رکعته اساني وه او دا اساني په سختۍ منسوخ شوه؛ خو داسې سختي ده، چې له وسه دباندې نه ده.
شپږم : هغه حکم دى، چې د ځينو په هکله منسوخ او د ځينو په هکله پاتې دى.
لکه چې الله تعالى فرمايي :
” وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ ” سورة البقرة : ١٨٤..
“د کومو خلکو چې وس وي, نو بې وزلي ته د خوړو ورکولو فديه پرې لازمه ده”.
دا حکم پخوا د ټولو هغو خلکو په هکله ؤ, چې وس يې ؤ, نو د هرې ورځې د روژې په بدل کې ورته روا وو, چې يو مسکين ته دوه وخته ډوډۍ ورکړي . بيا دا حکم د روغو خلکو په هکله منسوخ شو او د شيخ فاني (ډېر بوډا او بوډۍ), اميداروې، تي ورکوونکې او هغه ناروغ په هکله پاتې دى, چې ناروغي يې د رغېدو وړ نه وي .
نو دا څلور ډوله خلکو ته اوس هم روا دي, چې روژې وخوري او د هرې روژې په بدل کې يو بې وزله ته دوه وخته منځکوره خواړه ورکړي.
عبادت هغه دى, چې د الله تعالى طاعت او منل وګڼل شي، هغه جل جلاله ته د نږدې کېدو لامل شي او د هغه جل جلاله د حکم ښکارندوى وي .
دا په کولو او پرېښودلو دواړو کې کېدى شي.
د قرآن کريم احکام په اجمال راغلي دي ،تـفسير او تفصيل يې په حديثو کې راغلى دى . نو له همدې امله حديث د قرآن تـفسير او تفصيل دى او سنت يا حديث د اسلام دويم پياوړى مأخذ دى, نو ځکه بايد رڼا پرې واچوو.


















