ديني عالمانو شورا: ننګرهار کې داعش ډلې ۳۶ ديني عالمان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۴) الماس خدرخېل
د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ د ديني عالمانو د شورا مشر مولوي محمد وايي، چې په دغه ولايت کې داعش وسلوالې ډلې له پيل راهيسې تر دې دمه ۳۶ ديني عالمان وژلي دي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د دغه ولايت د دیني عالمانو په هغې غونډه کې وکړي، چې د ننګرهار له والي سره يې درلوده.
د علماؤ مشر مولوي محمد وويل: ((داعش وسله والې ډلې په دغه ولايت کې ۳۶ جید علماء کرام په شهادت رسولي، چې د دغه بې رحمه کړنې له امله سلګونه عالمان خپلو جوماتونو او کلیو پرېښودو ته اړ شوي دي)).
هغه زیاته کړه، چې که حکومت دیني عالمانو ته توجه ونه کړي نو ښايي د داعش وسله والو له لوري د دوی د وژنې لړۍ نوره هم وغځېږي.
که څه هم د ننګرهار پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش ډلې خلاف د دولتي ځواکونو عملياتو کې کوم پرمختګ نه ليدل کېږي، خو بيا هم په دغه غونډه کې له حکومت نه غوښتنه وشوه، چې د افغان ځواکونه دې د شينوارو په بېلابېلو ولسواليو کې د داعش ډلې خلاف عمليات ترسره کړي.
د ننګرهار والي په ياده غونډه کې له علماوو څخه غوښتنه وکړه، چې له ننګرهاره د سولې غږ پورته کړي.



