عراقي ځواکونو نينوا ولايت کې له داعش ډلې د نمرود تاريخي ښار نيولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۴) الماس خدرخېل

د عراق پوځي چارواکي وايي، چې دوه کاله وروسته یې له داعش نومې ډلې څخه د نمرود تاریخي ښار بېرته نیولی دی.

د عراق د ګډو ځواکونو مشر ویلي (( د عراقي پوځ نهم ډویژن د داعش نه د نمرود سيمه په بشپړ ډول نيولې په ودانيو يې د عراق بېرغ پورته کړی او داعش وسله والو ته يې په لوړه کچه زیان اړولی دی)).

د نینوا ولایت چې د موصل، نمرود او د عراق ځینې نور تاریخي ځایونه پکې دي،دوه کاله مخکې د داعش وسله والې ډلې له عراقي ځواکونو نيولی و.

په ۲۰۱۵ م کال کې د دغې ډلې له خوا يوه ويډيو خپره شوه، چې پکې ښکاري د نمرود د مجسمې په نړولو سربيره يو شمير نور تاريخي اثار له منځه وړي.

ویل کېږي، دغه ښار د موصل نه په ۳۰ کيليو متره مسافه کې پروت دی او په سمدستي توګه پکې د داعش او عراقي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.

بايد وويل شي، چې د موصل د بېرته نیولو عملیات یوه میاشت مخکې پیل شوي، چې شاوخوا ۵۰ زره دولتي سرتېري، پولیس، کردي پېشمرګه جنګیالي، سني وسله وال او شیعه ملېشې پکې برخه لري.

بشري ټولنې وايي، چې په ياده سيمه کې د جګړو له امله لږ ترلږه ۷۰زره خلک پناه، خوراک، اوبو او طبي اسانتیاؤ ته اړتیا لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button