(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۵) احمدالله مهاجر
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د روسیې د اقتصاد وزیر د رشوت اخیستلو په تور د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د روسیې د اقتصاد وزیر (الکسي اولیوکایف) باندې تور وو، چې نوموړي د نفتو د دوو شرکتونو د یو ځای کېدو د تأیید په بدل کې څو میلیون ډالره رشوت اخیستی دی.
دغه ادعا د روسیې د څېړنو کمېټې هم تأیید کړې ده.
د روسیې د څېړنو کمېټه په مستقیم ډوله د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تړاو لري.
د دغې کمېټې په څرګندونو کې راغلي دي:
”د روسیې د نفتو د دوو لویو شرکتونو څخه روسنېف چې غوښتل یې د باشنېف په نوم یو بل شرکت واخلي، الکسي اولیوکایف ترې د تأیید په بدل کې رشوت اخیستی و“
د روسیې چارواکو د نوموړي د محاکمه کېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده، الکسي الیوکایف د روسیې له لوړپوړو چارواکو څخه دی، چې په اړه یې ویل کیږي، ښایي تر ۱۵ کلونو پورې د بند سزا ورکړل شي.
















