فراه کې تښتول شوی ماشوم د اختطافګرو له منګولو وژغورل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۵) احمدالله مهاجر

د ملي امنیت کارکوونکو د فراه هغه ماشوم چې له یوې میاشتې راهیسې د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی وو، ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د ملي امنیت ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې نوید احمد یې د تښتوونکو له منګولو ژغورلی او د تښتوونکو دغه څلور کسیزه ډله یې هم نیولې ده.

خبرپاڼې ویلي دي، چې ماشوم یې روغ رمټ خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

د سړي تښتوونکو له خوا د نوید احمد هغه ویډیو چې کورنۍ ته یې لېږلې وه، په خواله رسنیو کې په پراخه توګه خپره شوه او له کبله یې د ملي امنیت ځواکونه په بې غورۍ او ناغېړۍ تورن شول.

د فراه ولایت والي آصف ننګ ویلي دي، چې دوی ډېر قوي کشفي هڅې پیل کړې، تر څو نوید احمد هم روغ لاسته ورشي او د تښتوونکو دغه ډله هم ونیسي.

ننګ زیاته کړې ده، چې امنیتي ځواکونو د خپلو هڅو په پایله کې نن مازدیګر نوید احمد ته لاسرسۍ وموند او د سړي تښتوونکو ډله یې هم ونیوله.

د نوید احمد کورنۍ وايي، چې سړي تښتوونکو له دوی څخه د لسګونو زرو امریکایي ډالرو غوښتنه کړې وه، مګر د دوی له خوا څخه ځکه مثبت ځواب نه ورکول کېده، تر څو په فراه کې سړي تښتول دود نه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button