سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

انټي وایروس پخپله وایروس ګرځیدلی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 16, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ډاکټر آصف

د کومې ورځې نه چې اشرف غني خپل انتخاباتي کمپاین پیل کړ، له همغې ورځې نه تر دې دمه یې د فساد پر ضد شعارونه ورکول او ځان یې نړیوالو ته انټي فساد معرفي کړ.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

خلکو هم ګمان کاوه چې رښتیا هم د افغانستان د حکومتي نظام نه د فساد د ریښو ویستو لپاره پرښته پیدا شوه، په همدې تمه او امید ځینې مشرانو د هغه په کمپاینونو کې پر ځان شپه او ورځ یوه کړه، بې سارې منډې ترړې یې ووهلې او د عامو خلکو ذهنیتونو باندې یې دومره کار وکړ چې د افغانستان اکثریت خلک یې دې ته وادار کړل چې باید دغه په نوم انټي فسادته  رایه ورکړي څو که خدای کول د فساد ټغر به د افغانستان له حکومتدارۍ نه ورټول کړي.

همدا سې وشول خلکو رایې ورکړې، انټي فساد انتخابات وګټل، خلک له دې نه غافل وو چې دغه انټي فساد یو ډیر کمزوری، ډارن، وعده خلاف، درواغجن، او غلام کرکټر لري. خلکو ښه په نره رایه ورکړه او دې یې نړۍ ته ښه په نره وځلاوه؛ خو نن خلکو په خپلو سترګو ولیدل چې انټي فساد پخپله یو ډیر کمزوری ډارن، فاسد او درواغجن شخصیت دی.

لومړی فساد یې دا و چې د شر او فساد مور ډاکټر عبدالله بې بنسټه ادعاو ته یې سر ټیټ کړ، نه یواځې دا چې په قدرت کې یې له ځانه سره د اساسي قانون خلاف شریک کړ بلکې د خپلې درواغجنې ادعا ثبوت یې خپل ملت ته وړاندې کړ او د هغه څه پر خلاف یې قدم کیښود چې ویلي یې وو. له خپلې حکومتدارۍ نه به سهامي شرکت نه جوړوي، خلکو ولیدل چې نه یواځې دا چې له حکومتدارۍ نه يې یو فاسد سهامي شرکت جوړ کړ، بلکې هر څه یې ورسره هم نیم په نیمه ومنل او برسیره پر دې یې د شر او فساد مور ته یې دومره واک او صلاحیت ورکړ چې نن سبا په ټول افغانستان کې اصلي واکمنان د شر او فساد پلویان دي.

کابل ښار خو یې داسې دی لکه د بچه سقاو نه چې ورته په میراث پاتې وي. په پروان کې یې اوس هم هغه ستره لوحه نصب او ولاړه ده چې د ډاکټر عبدالله لوی انځور پرې هم لګیدلی دی او په ډیر وقاحت سره پرې لیکل شوي دي چې: د افغانستان منتخب جمهور رئیس ډاکټر عبدالله !!!

خو د انټي فساد یا اشرف غني پلویان او نه یې حکومت تر ننه هم نشي کولای چې دغه لوحه ښکته کړي. دا لا څه کوې وایي چې کله اشرف غني انتخابات وګټل، په ارګ کې یې لومړۍ غونډه جوړه کړه، ټول هغه مشران چې ده ته یې انتخاباتي کمپاینونه کړې وو، هم دې غونډې ته ورغوښتي وو، هغوی بیچاره ګان ټول په دې تمه وو چې د خپل فعالیت مکافات به وینی او ګوندې چې پر لوړو چوکیو به یې ونازوي او که مکافات نه وي نو یو خیریوسي خو به د اشرف غني له خولې ترلاسه کړي؛ خو انګیرنه یې د توقع پر خلاف وه، اشرف غني په خپله وینا کې ورته وویل چې: کور مو ودان چې ماته مو کمپاین وکړ، ناوې مو راسره تر ارګه راوسته، نور مو په مخه ښه! ځینو ورنه د خپل سرنوشت په اړه پوښتنې او غوښتنې وکړې، اشرف غني ورته په ځواب کې وویل:تاسې له ماسره ناوې تر ارګه راوسته آیا اوس ناوې راسره شریکوئ که څنګه؟؟؟!!!

د اشرف غني اوسني حالت ته هم که لږ ځیر شو نو تل یې د فساد پر ضد د اقداماتو شعارونه ورکړي دي. نور ډیری فسادونه به یې اوس پریږدو یواځې د هغه اپډیټ فساد په اړه به وغږیږو او هغه دا چې پدې وروستیو کې یې پارلمان ته امر وکړ چې وزیران استیضاح کړي، چې که هر یوه خپله بودیجه نه وي مصرف کړي سلب صلاحیت دې کړل شي؛ خو ومو لیدل چې کله پارلمان پر دغه کار پیل وکړ نو په لومړي سر کې یې د شر او فساد د ستر علمبردار ځوی ستر مفسد زاده سلب صلاحیت کړ.

خو دا چې له ېوې خوا د مفسد زاده تر شاه غټ وایرس ډاکټر عبدالله موجود دی چې اشرف غني ورڅخه ویره لري او له بلې خوا انټی وایرس اشرف غني یو کمزوری او ډارن کرکټر لري نو هغه د ډانګ او پړانګ تر مینځ را ګیر شو. نو ومو لیدل چې په ډیر وقاحت سره یې د ولس د استازیو په سترګو کې د خاورو اچولو په موخه لومړی هغوی ته خپله مکارانه وینا وکړه څو له خپل دغه فساد ضدو کړنو نه لاس په سر شي خو چې ونه شوه نو یې سلب صلاحیت شویو وزیرانو ته په ډیرې سپین سترګۍ سره سپارښتنه وکړه چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

اوس ووایاست چې آیا اشرف غني انټي فساد دی او که په خپل د فساد زیږوونکی او ملاتړی ؟؟؟

نو انټي ویروس پخپله ویروس ګرځیدلی.

مخکینې مطلب

روسيه د لومړي ځل لپاره په سوريه کې له سترو جنګي بيړيو استفاده کوي

بل مطلب

د ولسي جرګې له ننۍ غونډې درې استيضاح شوي وزيران بريالي ووتل

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com