(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱) الماس خدرخیل
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور رسنيو ته ويلي، چې د یاد ولايت د ملي امنيت د لويې لارې مدير عبدالخليل په موټر نن سهار ۹ بجې چاودنه ترسره شوې.
نوموړی زياتوي، چې چاودنه د مقناطيسي ماين په واسطه رامنځته شوې او د امنيت مدير پکې ټپي شوی دی.
د تخار د ولايتي روغتون يو تن ډاکټر جميل فروتن وايي، چې ټپي مدير ورته راوړل شوى خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
بل پلو وسلوالو طالبانو ويلي، چې چاودنه د دوی د پلويانو له خوا د نوموړي مدير رياست نه نږدې سيمه کې د هغه پر موټر ترسره کړې.
طالبان وايي، چې نوموړی د ښاري امنيت رئيس و او په دغه چاودنه کې خپله رئيس وژل شوی او موټر يې په بشپړه توګه له منځه تللی.

















