کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې تر دې دمه یې امریکا سره د خبرو د دوهم پړاو کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.
بقايي په خپلې اوونیزې خبري غونډه کې وویل:
“ایران به د ملي ګټو او مصالحو په پام کې نیولو سره، د مذاکراتو د دوام په اړه مناسب تصمیم ونیسي”
هغه همدارنګه دا خبره رد کړه چې د ایران د غني شويو یورانیمو زېرمې دې امریکا یا بل کوم هېواد ته انتقال شي، او ویې ویل:
“دا موضوع نه په روانو او نه هم په تېرو مذاکراتو کې مطرح شوې او اساساً دا انتخاب د ایران د اسلامي جمهوریت په اجنډا کې نشته”
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر “ټرمپ” اعلان کړی و، چې د هغه استازي پاکستان ته د ایران سره د خبرو لپاره روان دي.
هغه په خپله ټولنیز شبکه (Truth Social) کې لیکلي چې استازي به یې نن د سې شنبې په سهار د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته ورسېږي.
ترمپ ویلي چې امریکا ایران ته یو عادلانه او منطقي تړون وړاندې کوي، خو خبرداری یې ورکړی چې که ایران دا وړاندیز ونه مني،
“امریکا به د ایران ټول برېښناکوټونه او پلونه له منځه یوسي”
له بلې خوا یو لوړپوړي ایراني چارواکي Reuters خبري اژانس ته ویلي چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر اختلافات لا هم نه دي حل شوي.
دغه چارواکي ویلي: «د امریکا سمندري محاصره د ایران او امریکا د سولې خبرې کمزورې کوي» او ټینګار یې کړی چې
“د ایران دفاعي وړتیاوې، په ځانګړي ډول د توغندیو پروګرام باندې خبرې نه شي کیدای.
همدارنګه رویټرز د پاکستان د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ مشر “جنرال عاصم منیر” له ترمپ سره خبرې کړې او ورته یې ویلي یې دي، چې د ایران پر وړاندې سمندري محاصره د سولې د خبرو پر وړاندې ستر خنډ دی.
د دې سرچینې په وینا، ترمپ ځواب ورکړی چې دا سپارښتنه به په پام کې ونیسي، خو دا خبر تر اوسه د امریکايي چارواکو له خوا نه دی تایید شوی.
په همدې حال کې، د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې په اسلاماباد کې د احتمالي مذاکراتو له امله امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.
پاکستاني چارواکو د سړکونو د تړلو او ترافیکي محدودیتونو خبر هم ورکړی، په ځانګړي ډول په اسلاماباد او راولپنډۍ کې.
دغه چمتووالی داسې مهال کېږي چې امریکايي ځواکونو د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې په دوام کې یو ایراني نفتکش بېړۍ نیولې ده.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) ویلي چې دغه بېړۍ یې وروسته له هغې په عمان خلیج کې په نښه کړه چې د شپږو ساعتونو لپاره یې د دوی خبرداري له پامه وغورځول.
ترمپ هم ویلي چې د امریکا سمندري ځواکونو دغه نفت وړونکې بېړۍ د یو هدفمند توغندیز برید له لارې درولې ده.
ایران بیا اعلان کړی چې د امریکا دغه برید به بې ځوابه پرېنږدي.
د یادونې وړ ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لومړی پړاو هم د حمل په ۲۲مه نېټه په اسلاماباد کې ترسره شو؛خو بې له کومې هوکړې پای ته ورسېد.
















